تاند- د فراه ولایتي چارواکو نن /چهارشنبه/ وویل، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې ۹ افغان سرتېري شهیدان کړل.

د فراه د والي ویندوی ناصرمهري رسنیو ته وویل، پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو په برید کې، چې پرون /سې شنبه/ ناوخته یې وکړ او درې ساعته یې دوام وکړ، ۴ نور سرتېري ټپیان شول.

مهري په عین حال کې وویل چې د طالبانو د حملې په ځواب کې له هوايي ځواک څخه مرسته وغوښتل شوه چې په نتیجه کې یې ۱۷ طالبان ووژل شول.

طالبانو د حملې مسوولیت منلی دی.

له دې جلا د هرات د والي ویندوی نن وویل چې د دغه ولایت په چیشت شریف ولسوالي کې د طالبانو پر یوه لویه غونډه په بمبارۍ کې ګڼ شمېر طالبان وژل شوي یا ټپیان دي.

د هرات د والي ویندوی د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه بې خبري څرګنده کړه، خو ویې ویل چې شاوخوا ۳۰۰ طالبان راغونډ شوي ول چې پر سلما بند د حملې پلان جوړ کړي.

One thought on “په فراه کې ۹ سرتېري او ۱۷ طالبان ووژل شول”
  1. طالبانو ورڼو دا ستاسی او د وطنوالو تر منڅ واټن پیدا کوی نهایت کوشش وکړی او نور خلک هم مه پریږدی چی ملی بنسټونه او ملی ټولګټی ځایونه وران کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *