د غه سيالۍ چې د هېواد د خپلواکۍ د څلورنوييمې کليزې په وياړ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا پر لاره اچول شوې وې،  پکې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد له ٣٤ ولايتونوڅخه ٥٠٠ تنه فرهنګيانو ګډون کړى ؤ، چې د ميدان وردګو ولايت څخه څلورو تنو ته  د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکټر سيد مخدوم رهين  لخوا  ٣ تنو ته يې د لومړۍ او يو تن ته يې دويمې کټګورۍ جايزې او ستاينليکونه ورکړل شول.

په يادو سياليو کې چې د روان کال د وږي په ٣١ نيټه د  مطبوعاتو په نړيوال تالار کې  يې مراسم تر سره شول پکې د  اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکټر سيد مخدوم رهين سربېره ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال پوهنمل غلام نبي فراهي، د فرهنګي چارو معين سيد مصدق خليلي او د ياد وزارت ګڼ شمېر رئيسانو ‎، د هېواد بېلابېلو ليکوالانو اود ادب مينه والوګډون درلود. په مراسمو کې د تکړه شاعرعبدالحليم همت شعري ټولګې ( ځوړندې کرښې) لومړى مقام، د وتلي  ليکوال ننګيار نا اشنا طنزي اثر (  هو صېب نه صېب) لومړى مقام ، د  ځوان شاعر ګل رحمان رحماني تاريخي ناول (د ازادۍ ليونى) لومړى مقام او د هڅاند شاعرليکوال او ژورنالست حکيم بشارت ادبي اثر(سر کونډو ) دويم مقام ترلاسه کړ، چې په ټولييزه توګه د ميدان وردګو ولايت څلورو تنوليکوالانو ته ادبي جايزې ورکړل شوې او د  ميدان وردګو ولايت د هېواد په کچه لومړى ولايت ؤ، چې په دومره لوړه کچه يې  ٤ تنو ليکوالونو ته نغدي ډالۍ او ستاينليکونه ور کړل شول.

 د ميدان وردګو والي ښاغلی عبدالمجید خوږیاڼی یادو څلور تنو ته د دې ولایت د ټولو ادارو په استازۍ د مبارکۍ ترڅنګ دغه ډالۍ د دې ولايت د ولسونو دفرهنګي بډاينې بېلګه بولي او وياړي چې د ميدان وردګو فرهنګيان او شاعران د هيواد د استقلال په سياليو کې لومړى مقام تر لاسه کوي.

د یادونې وړده له دې وړاندې د اسلامي تمدن د پلازمينې په توګه دغزني د جشن په مراسمو کې هم ميدان وردګو ولايت دويم مقام ترلاسه کړى ؤ.

په درنښت

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *