تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته افغان او امریکايي چارواکو د هغې موافقې په اړه معلومات ورکړي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ شوې ده.
ورځپاڼې د هغو مقاماتو نومونه نه دي یاد کړي چې په دې اړه یې معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې هغوی نه غوښتل چې نوم یې واخیستل شي ځکه چې هیڅ لوری حق نه لري چې په دې اړه خبرې وکړي او له بلې خوا طرحه لا په خورا لومړنیو پړاوونو کې ده.
نیویارک ټایمز وايي چې دواړو خواوو منلې چې د افغانستان د یووالي د ساتنې لپاره به په تدریج د صدارت چوکۍ رامنځته کوي.
ورځپاڼه د چارواکو په قول وايي، سره له دې چې څه باندې یوه لسیزه پخوا د امریکا په ملاتړ په افغانستان کې ریاستي نظام جوړ شو چې ټول واک یې ولسمشر ته په لاس ورکړی خو باید اوس ومنل شي چې د سیاسي، قومي او ډله ییزو دښمنیو د زیاتېدو له کبله د افغانستان یووالي ته د متوجه خطر د مخنیوي لپاره پکار ده چې په نظام کې بدلون راوستل شي.
د هغو کسانو په وینا چې خبرو ته نژدې ول، په نظام کې بدلون د عبدالله عبدالله، چې د افغانستان ټول سیاسي نظام یې له خطر سره مخامخ کړی و او د جلا حکومت د جوړولو اعلان یې کړی و، اساسي هدف و.
نیویارک ټایمز وايي دغو افغان او امریکايي چارواکو تاکید وکړ چې تراوسه پوري یوازې په یوه چوکاټ موافقه شوې ده.
دواړو خواوو په خپلو خبرو کې ویلي، هر څوک چې د رایو د بیا شمېرل کېدو په نتیجه کې ولسمشر غوره شو، بایلونکی کاندید به اجراییه رييس نوموي. د اجرايي رييس د واک پر دایرې او اندازې به وروسته خبرې کېږي.
دوه یا درې کاله وروسته به په اساسي قانون کې بدلون راوستل کېږي. صدراعظم به د هیواد د اجرايي چارو مشر وي او ولسمشر به د دولت رييس وي.
ورځپاڼه وايي، د دواړو خواوو په موافقه کې اصلي او مهمې مسلې نا څرګندې راتلونکې ته ځنډول شوي دي.
دا ډاډ هم نشته چې د رایو تفتیش به په یوه میاشت کې په سم ډول وشي او که په مجموعي ډول به پر نتیجو موافقه وشي.
نیویارک ټایمز د نظام د بدلون لپاره د ولسي جرګې بریالي انتخابات ضروري بولي.
ورځپاڼه وايي، دواړو هم عبدالله او هم اشرف غني له ښاغلي کیري سره د شنبې په ورځ ژمنه کړې چې د ملي یووالي حکومت به جوړوي خو دوی یوازې د رایو پر تفتیش کېدو خبرې وکړې. درې واړو سیاسي چوکاټ ته مبهمه اشاره وکړه او وضاحت یې ور نه کړ.
نیویارک ټایمز زیاتوي، افغان او لوېدیځ چارواکي دې نتیجې ته رسېدلي چې په راتلونکو کلونو کې چې د ناټو په مشرۍ محارب ځواکونه وځي او د لوېدیځوالو رول کمزوری کېږي، د افغانستان د متحد او یولاس ساتلو یوازینۍ لار دا ده چې هغو مسایلو ته پام وشي چې د دغه هیواد خلک سره بېلوي.
ورځپاڼه وايي، سره له دې چې د ښاغلي کیري په منځګړتوب د شنبې موافقه د عبدالله عبدالله لپاره یو لوی بریالیتوب دی، خو د ده د ټیم ځیني غړي وارخطا دي. دوی وايي که اشرف غني احمدزی د انتخاباتو ګټونکی شو، ممکن هر څه په خپله خوښه کنټرول کړي، د اساسي قانون د بدلون لپاره پر غونډه هغسي پرېکړه ومني چې زړه یې غواړي.
نیویارک ټایمز ته د عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه مشر، د نوم د نه څرګندېدو په شرط وویل:«دا زموږ لپاره بریالیتوب نه بولم. موږ تراوسه نه پوهېږو چې څه به وشي. یوازې له یوه نظره خبر یوو. دا تر هغه څه ښه دي چې تېره اوونۍ مو پیل کړي ول.»
نیویارک ټایمز وايي، د ۲۰۰۴ میلادي کال د اساسي قانون په لویه جرګه کې دا امریکايي چارواکي ول چې د ریاستي نظام ملاتړ یې کاوه او ټینګار یې کاوه چې صدارتي سیستم به خطرناک وي. هماغه وخت د امریکایانو ملاتړ مرسته وکړه چې په بحثونو کې د عبدالله او د ده د شمالي ټلوالې د نورو غړیو په وړاندې د اشرف غني احمدزي تله درنه شي.
!ولې تبصرې څوک نکوي خوله مو ولې ګنګه ده
د ملي وحدت حکومت سره موافق یو خو تر دې بریده چې وړ کسانو ته د وزارتونو تر کچې په پام کې ونیول شي خو که چېره ناکام نوماند ته اجرایوي پست بیا صدارتي څوکۍ ورکول ددې هيواد او ملت پر وړاندې لوی ملي خیانت دی او مرتکبین به یې تاریخ کې خاین وپيژندل شي.
بهتره داده چه ! نوره دقانون نوم وانه اخلی څکه ! زورواکی حاکمه ده هر څه په نا قانونه توګه حل کیږی دا یو مسلم حقیقت ده هر څوک چه ترینه سترګی پټوی هغه غټ خاین ده ومو لیدل چه دعبدالله ټول کارونه غیر قانونی په زور او جبر دریاست اجراییوی مقام غواړی په کوم قانون مات شوی بی څایه مشکلات درامنځ ته کړل وطن پریږده که دشرم سترګی لری او کنه ……………… مطلب ته درسیدو نرمی او غوړی وعدی کله چه مطلب حا صل شی نو بیا ……………………………. افسوس ستاسو په حال عمر مو خوړلی خدای ته ورزی زره زره حساب شته مطمین اوسی .
لګاکی غښتلی شول او (تاجک- اوزبک-هزاره ترکمن -پشهیی-نورستانی)وغیره برعکس لوی پښتون قوم غول وکړل ایمان اوغیرت یی (پیسه) شوه کلتور او فرهنګ وطنی دود رسم ورواج کی یی متیازی وشړلی نن وګوری یو واړوکی قوم یوه وړوکی ولسوالی (پنجشیر) غټ او لوی قوم ته شکست ورکوی ولی دوی متحد او پښتون پرچه پرچه نندری مو ولیدلی ګوټ ګوټ واړه زاړه خبر شوی په خدای چه سره یو نشی خپل غیرت پښتو نکړی ډیر ژر تباه کیږی زما ویل ستاسو اول سوچ بیا عمل .