تاند – درې ګورجستاني سرتېري، چې په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې په غوڅ ملاتړ ماموریت کې یې خدمت کاوه، د کابل په شمال کې خپلې اډې ته نژدې ژوبل شول.
د غوڅ ملاتړ ماموریت ویندوی ټام ګریسبک نن /پنجشنبه/ په یوه برښنالیک کې ویلي چې دا پوځیان پرون /چهارشنبه هغه مهال په قره باغ ولسوالي کې برسېرن ژوبل شول چې د موټر په لاره کې یې چاودېدونکي مواد والوتل.
د سږ کال په اګست میاشت کې د کابل ولایت د قره باغ ولسوالي په همدغه سیمه کې په ورته برید کې یو ګورجستانی پوځي وژل شوی او ۶ نور ژوبل شوي ول.
ګریسبک وویل«دا پېښه پرون ماسپښین د بګرام هوايي اډې په جنوب کې په داسې حال کې وشوه چې دغو پوځیانو ګزمه کوله. د درې واړو پوځیانو ټپونه برسریېرن دي.»
دا برید په داسې وخت کې وشو چې د ناټو غړي افغانستان ته د نورو پوځیانو په لېږلو غور کوي.
امریکا په وروستیو دوو میاشتو کې شاوخوا ۳ زره نور پوځیان رالېږلي او د ناټو نورو غړیو هم ژمنه کړې چې څو سوه سرتېري به افغانستان ته واستوي.
ګورجستان، چې په قفقاز سیمه کې د پخواني شوروي اتحاد یو جمهوریت دی، د غوڅ ملاتړ ماموریت په ۱۳۵۰۰ کسیز ځواک کې ۸۷۰ پوځیان لري.
په غوڅ ملاتړ ماموریت کې له امریکا، جرمني او ایټالیا وروسته تر ټولو زیات پوځیان د ګورجستان دي.