تاند- په قطر کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې د شپږم پړاو خبرې د روژې د پیلېدو له کبله یوه ورځ تم شوې.
د امریکایانو او طالبانو سرچینو مخکې ویلي وو چې دا پړاو خبرې به تر روژې وړاندې پای ته رسوي خو نن دواړو خواوو وویل چې له یوې ورځې وقفې وروسته خبرو ته دوام ورکوي.
د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین رسنیو ته وویل«نن /دوشنبه/ د روژې د میاشتې لومړۍ ده او په همدې دلیل د قطر د خبرو دوام سبا ته ځنډول شوی دی.»
له بلې خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم عمران خان د پرونیو ټېلفوني خبرو هرکلی کړی دی.«خوشاله شوم چې صدراعظم عمران خان او ولسمشر اشرف غني نن خبرې کړي. دواړو مشرانو ویلي چې سوله اقتصادي ګټې راوړی شي، په تېره بیا سیمه ییز اتصال او نژدې والی سیمه مخ په وړاندې بېولی شي.»
په وروستیو ورځو کې خلیلزاد او طالبانو د قطر په خبرو کې د پرمختګ یادونې کړي او دا یې هم ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له افغانستان څخه د تروریستي حملو د نه کېدو د ضمانت ترڅنګ په نورو مسلو هم خبرې کوي.
د حکومت او طالبانو د سولې د شورا غوښتنې
له بلې خوا د سولې عالي شورا نن/دوشنبه/ د افغانستان له حکومت او طالبانو وغوښتل چې د اعتماد رامنځته کېدو او د سولې د رسمي خبرو د پیلېدو لپاره د روژې د میاشتې له سره دایمي اوربند اعلان کړي.
د سولې عالي شورا په یوه خبرپاڼه کې له حکومت او طالبانو همداراز غوښتنه کړې چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د یوه نوي پړاو د پیلېدو لپاره د دواړو خواوو د بندیانو د خلاصون او د دې موضوع د څېړلو لپاره ګډ کمیسیون جوړ کړي.
ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې په پای کې د ښه نیت په توګه د ۱۷۵ طالب بندیانو د خوشي کېدو اعلان وکړ.