په ظاهره د قطر په اړه د پاکستان خاموشۍ تر ډېره مهاله د قطري مذاکراتو په اړه خوشبيني زياته کړه وه، داځکه چې د قطر بهیر په هکله د پاکستان محرومیت احساسېده، خو د ولسمشر کرزي له ناړامۍ سره د پاکستان د يو کال حتی که دقت وشي د دريو کلونو د سياست خواري په اوبو لاهو شوه. قطر ته د تللو طالبانو د خپلواکۍ په اړه همدې ټکي کفايت کاوه، چې معتصم اغاجان ته پکې ځای ځایګی نه و، ځکه هغه اوس د طالبانو له مداره یاغي شوی ملا ګڼل کېده.

درې کاله مخکې قطر ته ګڼ طالبان د افغان کارګرو په ډول د مسافرۍ له غوټو سره لاړل، خو دا تګ له پاکستانه د تېښتې کوم ډول نه و، چې پاکستان دې پر کوچېدلو طالبانو له نفوذه بې برخې احساس شي، نه له پاکستان څخه قطر ته ځمکنۍ ـ يا قاچاقي لاره تللې او نه افغان طالبانو غير پاکستاني پاسپورتونه وکارولای شول.

د دريو کلونو په اوږدو کې درې سوه څلويښت طالبان په قطر کې ځای پرځای شول، اوس دا شمېر نور هم اوچت شوی دی. د دوی ټولو کورنۍ هم له پاکستان څخه ورغلې، دغو طالبانو په پاکستان کې له خپلو کورنيو سره کله هم ليدلي نه و، حتی که د مقام له اړخه د کوټې د شورا شهزاده ګانو غوندې ایسېدل، خو دا یو امتياز و چې قطر ته لېږدېدلي طالبان له خپلو ميرمنو سره له اوږدې جلا وطنۍ وروسته ويده شي، خپل بچيان په غېږ کې ونيسي او حتی یوه ورځ د دوحې مزينو پارکونو ته يې چکر ته راوباسي. کله چې پاکستان له طالبانو سره دومره متانت کوي، ستونزمنه به وي، چې طالبان دې له پاکستاني اختياره و خپل اختيار ته لار موندلې وي.

د دوه زره دولسم په جنوري کې پاکستان ته اندېښنه پيدا شوه، چې ګويا امريکا د دوحې له طالبانو سره د شخصي اړيکو د يوه داسې مزي دغځولو په درشل کې ده، چې پاکستان ترې ناخبره شي، د پاکستان او امريکا ترمنځ دغه خبرې ځکه بېرته شريکې شوې او راز ځينې جوړ شو، چې پاکستان په قطر کې پر طالبانو د خپل نفوذ یو مانور وکړ. له هغې ورځې نن یو کال پوره کېږي، چې د قطر سلسله د پروسې له ډوله د پروژې بڼې ته واوښته. هم پاکستان او هم امريکا موافقه کړې وه، چې د قطر پر طالبانو به په افغانستان کې د واک جغرافيايي وېش یو فدرالي ته ورته سيستم مني، اما کله به هم طالبانو ته د تجزيې نوم نه اخيستل کېږي. په دغه طرحه کې چې وروسته یې په هکله هلې ځلې هم شروع شوې او د هلمند په سروان کلا کې د یو زر موټر سايکلي جنګياليو یو جنګ هم پکې دوه اونۍ دوام وکړ، د نیت یو خونړی حقيقت نغښتی و. حقيقت طالبانو ته د هلمند، روزګان، کندهار، زابل او غزني په سپارلو ولاړ و، چې پيل له هلمنده کېده او سوکه سوکه به نور ولایتونه هم د طالبانو د جنګ او تقاضا شرایط ول.

اوس پاکستان هغو داستانونو ته په خواشينۍ ګوري، چې درې کاله يې وخت پرې ضایع کړ. اوس پاکستان هغه جنګ ته هم د طالبانو شيمه نشي ورزياتولای چې د سولې شنه څراغونه یې اخستي دي، نو ځکه پاکستان د غزني ګيرو ته د سلو طالب جنګياليو د حمايت لپاره تر دېرشو ډېر پوځيان او کومکي روله طالبان استولي دي. که په همدې مقایسه کې جنګ مطالعه شي، نو د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ګډ ترکيب په نورستان اوغزني کې د پاکستان د مداخلې تر بل هر وخت رسوا جنګ دی.

د پاکستان ملکي حکومت د ديپلوماسۍ په یو بد بريد درېدلی دی. دغه حکومت باید د خپل پوځي – استخباراتي دستور يو سپيناوی په عملي بڼه وکړای شي او دغه سپيناوی د قطر د مذاکراتو په اړه د پاکستان د ښه نيت د څرګندونې مجازي تلاش دی. د نوازشريف امنيتي سلاکار سرتاج عزيز دعوت ته د کرزي مشروط هرکلی او د قطر د بهير مطلق ورانی د پاکستان د هغه ملکي حکومت لپاره د ګاونډي سياست ښه پيل ندی، چې د استخباراتو او پوځ له کمې همکارۍ سره واک ته رسېدلی دی.

هغه لویديځ وال شنونکي چې واشنګټن پوست او نیويارک ټایمز ته ليکنې د امريکا د سياست عبادت ګڼي، اوس په دې باور دي، چې ولسمشر کرزي په یوه ليونۍ ناړامۍ سره امريکا او پاکستان ته ژور ګذار ورکړی دی. سره له دې چې د اقتدار د انډول له اړخه کرزی څه ندی، خو هغه غوڅ دريځ چې قطر یې شنډ کړ، د کرزي لپاره بې ساری قدرت ورټولوي. اوس هم امريکا او هم پاکستان مجبوره دي، چې په لوړه بيه او تقريباً د دريو نورو کلونو په خوارۍ د کرزي ګذار وروګرځوي. ډېری لویديځ وال فکر کوي، چې لاهم د سولې خبرې یوې ښې خواته تللی شي او لاهم وخت دی، چې پاکستان ته د زاريو پر ځای په قطر کې د طالبانو له افغاني عاطفې کار واخیستل شي او دغه کار يوازې ولسمشر کرزی کولای شي، خو چې ترشايې د حکومت نيمه تنه چې له دښمنانو جوړه ده، د مغز او ژبې له حرکت سره هماهنګه شي.

 له محور ورځپاڼې په منننې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *