تاند- خلیج ټایمز ورځپاڼه وايي چې د قطر په دوه ورځنیو خبرو کې موافقه وشوه چې طالبانو ته به اجازه ورکول کېږي چې سیاسي دفتر پرانیزي.

د قطر په خبرو کې طالب استازو د سولې د خبرو لپاره دوه شرطونه لرل چې یو یې دې ډلې ته د دفتر پرانستل و.

ورځپاڼه وايي چې څه باندې ۴۰ ګډونوالو د دوحې په دوه ورځینۍ نارسمي غونډه کې سلا وکړه چې طالبان دې په دوحه کې خپل سیاسي دفتر بېرته پرانیزي.

په ۲۰۱۳ میلادي کال د طالبانو د سیاسي دفتر پرانستلو د افغانستان د هماغه وخت ولسمشر حامد کرزی سخت په غوسه کړ ځکه چې پر دفتر د طالبانو بیرغ او د امارت لوحه نصب شوي وو.

پخواني ولسمشر حامد کرزي سي این این ته په یوه مرکه کې د قطر د تازه خبرو ملاتړ وکړ. ده له طالبانو وغوښتل چې خپل هیواد ته راشي او په خپل هیواد کې د سولې لپاره شرطونه کښېنږدي. د کرزي په وینا که طالبان جنګ بس کړي بهرنیان به هم ووځي او هغو ته به په افغانستان کې د پاتې کېدو پلمه پاتې نه شي.

څرګنده نه ده چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانستل کېدو په صورت کې به پر هغه د اسلامي امارت لوحه لیکل شوې وي او که د طالبانو تحریک.

د افغانستان نوی ولسمشر اشرف غني د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکوي.

د پګواش شورا په وینا د قطر د غونډې برخوالو دغه راز د ملګروملتو له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو د لېري کېدو غوښتنه کړې څو دوی د خبرو لپاره سفر وکړای شي.

پګواش د قطر له حکومت سره په ګډه د شنبې او یکشنبې په ورځو په قطر کې د سولې د عالي شورا، پاکستان، طالبانو او حزب اسلامي د استازو د غونډې تابیا کړې وه.

پګواش وايي چې په دې غونډه کې د افغان ښځو په شمول تر ۴۰ زیاتو استازو برخه واخیسته.

په دې غونډه کې پر اصلي مسلې یعني له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو په برخه کې پرمختګ ونه شو.

په افغانستان کې لا هم څه باندې ۱۰ زره بهرني پوځیان پاتې دي چې افغان امنیتي ځواکونه روزي خو په جګړه کې برخه نه اخلي.

د سولې د شورا غړیو طالبانو ته وویل چې که دوی جګړه ودروي همدا لږ شمېر بهرنیان به هم ووځي خو طالبانو ویل چې لومړی باید ټول بهرنیان ووځي بیا به دوی پر اوربند غور وکړي.

3 thoughts on “په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر پر پرانستلو سلا شوې”
  1. سلام ورورنو اوخویندو ټلوته سلامونه ښی چاری دی چی دبهرنیانو دوتلو ټینګار کوی صحیح ده مونږه یی هم ملاتړ کوو خودوی ته تاسو دا زمینه برابر کړی ده چی دوی دی دلته پای شی ولی تاسو نه پوهیږی بهرنیان چاافغانستان ته راوستل جاه ورته نقشه ورکړه چاور ته ستا کوروره خود پاکستان هم درباندی وکړه اواوس یی درباندی پاکوی خو ستاسو په سرونو کی ددماغوپرځای پوس دی ولی فکر نه کوی راشی مخامخ دخپل دولت سره کینی خبری وکړی که یی ونه منله بیا درسره ټول اولس ولاړ دی نور نو دخدای خاطر وکړی چی دبل په اشاره خپل کور مه ورانه وی داستاسو کوردی دا دهر افغان کوردی (دپښتو یومتل دی چی وای زی زی ابازو له به راځی )

  2. وایی لومړی چر ګ پیدا شوی که هګۍ ؟
    د طالبانو خبرو ته زړه نه کیږی لکه لوګَری چی لو ته یی زړه نه کیږی نو لور په لوټه تیره کوی. په قطر کی پراته دی . د شهیدو چرګانو غوړی شورا او مستی وررسیږی . که د پښتون کور ورانیږی یا بیعزته کیږی یا شهیدان کیږی دوی یی څه پروا لری.

  3. اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته!
    وړونو دا لوبه دتیرو ۳۵ کلو را هیسی شروع ده.د(ای.اس.ای) پخوانی مزدوران مجاهدین او اوسنی مزدوران طالبان همدا یوه خبره ټینګه کړی ده چی بهرنی عسکر دی ووځی نو به دوی سوله وکی.مګر تاسی ټولو ولیدل چی دا قران وهلو یوازی په کابل ۷۲ زره مسلمانان شهیدان کړل او د ولایاتو احصایه خو د چا سره نسته.ولله اعلم چی څومره به په ولایاتو شهیدان سوی وی. طالبان د خپلو بادارانو په آمرهغه لوبه بیا تکرار وی.ای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *