خبریال: احمد رشاد – د اسټرالیا او امریکا ترمنځ د کډوالو په اړه د شوې هوکړې د عملي کیدو او پرمختګ څرکونه را ښکاره شوي دي.

د مالکوم ټرنبل (Malcolm Turnbull)  تر مشرۍ د اسټرالیا حکومت د تیر میلادي کال په نومبر کې اعلان کړی و، چې له امریکا سره یوې داسې هوکړې ته رسیدلي چې له مخې به یې د مانوس او نایرو له توقیف خونو په سلګونو کسان امریکا کې ځای پر ځای شي.

وروسته بیا داسې اندیښنې راپورته شوې چې ګوندې دغه معامله به سر ونه نیسي او د ډونالډ ټرمپ په واکمنۍ کې به فسخه شي.

د دې اټکل دلیل د ټرمپ د انتخاباتي مبارزې شعارونه وو. هغه ویلي و چې مسلمانو کډوالو ته به امریکا کې ځای ور نکړي او د مانوس او نایرو په توقیف خونو کې د بیلابیلو اسلامي هیوادونو وګړي ساتل کیږي.

د (TheGuadian) ویبپاڼې په خپل تازه راپور ( جنوري ۲۳مه) کې لیکلي چې امریکايي اړونده مسوولینو د اسټرالیا د کډوالو چارو وزارت په ملتیا، د مانوس توقیف خونه لیدلې ده.

دا لیدنه د تیرې جمعې په ورځ د ټرامپ د رسمي کار له پیله ایله څو ساعتونه مخکې وشوه.

راپور دا هم کاږي چې د نایرو له توقیف خونې وختي لیدل شوي دي.

د راپور په حواله له کډوالو سره به مرکې په راتلونکې میاشت کې پیل شي، دا لړۍ به له شپږو میاشتو تر یوه کاله وخت واخلي او لږ تر لږه له هر کډوال سره به دوه ځلې مرکې وشي.

مستحق کډوال:

سرچینه کاږي چې یواځې هغه کسان به امریکا کې د میشت کیدو لپاره وړ وګڼل شي چې د ملګرو ملتونو د کنوینشن مطابق واقعي مهاجر وي.

د ملګرو ملتونو د (۱۹۵۱) کال د کنونشن له مخې هغه څوک رښتینی مهاجر دی چې خپل وطن کې د سیاسي، عقیدوي، جنسیتي، نژادي تبعیض او یا په کوم سازمان کې د غړیتوب له کبله د زندان او ځورونې له خطر سره مخ وي.

د راپور په حواله، د اسټرالیا حکومت شمیرنې ښيي چې دا مهال په مانوس کې له ( ۸۵۹ ) کسانو څخه (۶۶۹) یې کډوال پیژندل شوي او (۱۹۰) نورو ته چې د تحفظ لپاره یې درخواستونه کړي وو، د رد ځواب ورکړ شوی.

همدارنګه په نایرو توقیف خونه کې له (۱۲۰۰) څخه (۹۸۳) د کډوالو د حقونو مستحق پیژندل شوي او (۲۱۷) ته منفي ځواب ویل شوی دی.

مانوس په پاپوا نیو ګینا (PNG) او نایرو په نایرو هیواد کې موقعیت لري. دغه دوه کوچني هیوادونه په ټاپو ګانو کې پراته دي. دلته د اسټرالیا په ملاتړ توقیف خونې فعالي دي او هغه کسان پکې ساتل کیږي چې اسټرالیا ته په ناقانونه لارو تلل؛ خو نیول شوي او توقیف خونو ته لیږل شوي.

 جنجالي معامله

   د مالکوم ټرنبل حکومت د تیر کال په نومبر کې له امریکا سره د شوې هوکړې په اړه خبر ورکړ. دا یې هم په ډاګه کړه چې دا معامله یواځې د یوه ځل لپاره د تطبیق وړ ده. یعنې هغه کسان چې همدا اوس په توقیف خونو کې دي، هغوی ترې مستفید کیدای شي. داسې نه ده چې نور کډوال هم په دې تمه موزې پر پښو کړي.

د ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي مبارزو تندو شعارونو، د هوکړې باور ولړزاوه او خبره خو هغه وخت لا پسې خطرناکه شوه چې د امریکا یو سناتور پر دغه معامله نیوکې وکړې.

د تکزاس ایالت سناتور برین بابین ((Brian Babin فایر فاکس ته ویلي و چې د ډونالډ ټرمپ حکومت به دغه معامله فسخه کړي. د هغه په وینا ځکه چې دا د اوباما ادارې له کانګرسه په پټه کړې وه. سناتور اندیښنه ښودلې وه چې که دا هوکړه عملي شي نو امریکا ته به د کډوالو په جامو کې ترهګر راننوځي او دا کار امریکایانو ته د منلو وړ نه دی.

په اسټرالیا کې د کډوالو د عمل ائتلاف ویاند این رنټول(  Ian Rintoul) په باور دغه هوکړه که عملي هم شي، نو ستونزه نشي اوارولی او دا ځکه چې په توقیف خونو کې ټول کسان د هوکړې په شرایطو برابر نه دي. د هغه په باور ښه خبره دا ده چې د توقیف خونو کډوال اسټرالیا ته انتقال شي.

د دغې هوکړې د عملي کیدو په اړه د توقیف خونو ځینې کسان هم باوري نه دي. د مانوس توقیف خونې یو روهنګیايي کډوال عمران محمد فضل حق، ګارډین ته ویلي چې دا سخته ده چې له مانوس زندان څخه په خوشې کیدو باور وکړي. د هغه په وینا دوی همیشه په سیاسي لوبو کې لکه د شطرنج دانې کارول شوي دي.

د مانوس او نایرو توقیف خونو څخه وخت ناوخت د تاوتریخوالي، جنسي ځورونو او بریدونو خبرونه ترلاسه کیږي. داسې راپورونه هم شته چې په توقیف خونو کې د ناوړه وضعیت له امله خلک په بیلابیلو رواني ناروغیو اخته شوي دي حتی ځینو خو یې ځانوژنې او یا د ځان وژنې هڅي کړي.

دوی له خپلو وطنونو په دې تمه خوځیدلي وو چې اسټرالیا کې به پاتې عمر په ارامۍ تیر کړي، خو اوس له داسې حالت سره مخ دي چې ټول خوبونه په اوبو لاهو ویني.

د اسټرالیا حکومت کړنلاره د کډوالو په اړه روښانه  او جدي ده. دغه  حکومت په ډاګه وايي چې وطن به یې په ناقانونه لارو د راغلیو کډوالو دمه ځای نشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *