تاند – د پاکستان د پنجاب ایالت په لوی ښار لاهور کې په یوه بمي چاودنه کې د ۴ پوځیانو په ګډون ۶ کسان هلاک شول.
دا پېښه نن چارشنبه / د اپریل ۵مه/ په دغه ښار کې وشوه.
الجزیره تلوېزیون د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي چې بمي برید د پاکستان د احصایې یا سرشمېرنې د ادارې (نادرا) کارمندان او د هغوی ساتونکي پوځیان په نښه کړل.
ویل کیږي چې په پېښه کې لږ تر لږه ۹ کسان نور ټپیان شوي دي.
الجزیره لیکي چې د پاکستاني طالبانو ډلې، تحریک طالبان پاکستان، د پېښې مسؤلیت پرغاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دا یو ځانمرګی برید وو.
د پنجاب ایالت د روغتیا وزیر خواجه عمران نذیر له رسنیو سره په خبرو کې د تلفاتو شمېر تایید کړی دی.
تر دې مخکې د روان /۲۰۱۷/ کال د فبروۍ په میاشت کې په لاهور ښار کې په یوه بله چاودنه کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي وو.