خبریال:سیدخان سلیمانخیل
تاند: کراچۍ

د رپوټونو له مخي د لاهور په سند انډسټریل سټیټ سیمه کي یوه فابریکه هغه وخت ونړېده چي په څلورم پوړ کې یې کار شروع و.

په دې پېښه کي تر دا مهاله 16 تنه وژل شوي او 70 نور ټپیان دي.

د سيمه یيزو رسنيو د معلوماتو له مخې په وژل شوو کسانو کې د دې فابریکې څښتن ملک رانا شهزاد هم شامل دئ.

د پېښې له سيمې څخه ورکول شوي راپورونه وايي چې شاوخوا 100 تنه نور کارکوونکي لا دا مهال تر خاورو لاندي پاته دي.

د مرستندویو ټیمونو شاوخوا 300 کارکوونکي د پېښېئ ځای ته رسېدلي او دا مهال د ترخاورو لاندي کسانو په راکښلو بوخت دي. په پېښه کې د قرانيانو د خونديتوب په موخه له پوځ څخه هم د مرستيې غوښتنه شوې ده.

په ورته وخت کې د لاهور په ټولو روغتونو کي بېړنی حالت اعلان شوی دئ. ځايي رسنۍ وايي چي تر دا مهاله 35 ټپیان جناح او 30 نور شریف میډیکل روغتون ته وړل شوي دي.

رپوټونه همدارنګه زياتوي چي په ټپیانو کي د 15 هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دئ.

په دې درې پوړيزه فابریکه کي پلاسټک بیګونه جوړېدل او دا مهال يې د څلورم پوړ د جوړېدو کار روان و چي دا پېښه رامنځته شوه.

ويل شوي چي د پلاسټيکي بېګونو د جوړولو په دې کارخانه کې 150 تنو کار کاوه.

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف او ګڼو نورو لوړپورو چارواکو د خواشینۍ ښوولو ترڅنګ روغتیایي کارکوونکو ته امر کړی چي د ټپیانو ژر او ښه درملنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *