تاند – د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې د ۳۶ ساعتونو په دوران کې ۶ تنه ماشومان تښتول شوي دي.

په یوه تازه پېښه کې د عمیر په نامه د یوه ماشوم چې له لاهور څخه تښتول شوی وو په اسلام اباد کې څرک ولګېد.‌ ویل کیږي چې عمیر د یوه لارۍ چلوونکي زوی وو.‌ په یوه جلا پېښه کې د عین ورځې په جریان کې یو ۱۳ کلن ماشوم د فیصل اباد له محمد اباد سیمې څخه تښتول شوی دی.‌

د پاکستان یو خصوصي تلوېزیون جیو وایي چې د پاکستان د پنجاب ایالت له بېلابېلو سیمو څخه د څو میاشتو په بهیر کې خواوشا ۶۰۰ ماشومان تښتول شوي دي.‌ دغه تلوېزیون وایي چې په ۲۰۱۵ کال کې په پنجاب ایالت کې ۱۱۳۴ ماشومان تښتول شوي ول.‌

یو شمېر کارپوهان په دې نظر دي چې د پاکستان د نظامي استخباراتو اداره (آی اېس آی) په دغه ډول تښتونو کې لاس لري او یادوي چې ښایي دغه اداره له روزنې څخه وروسته له یادو ماشومانو څخه د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو او په نورو هېوادونو،‌ په ځانګړې توګه افغانستان او هندوستان کې د جهاد په نامه د نورو افراطي فعالیتونو د پرمخ بوولو له پاره ترې کار واخلي.‌

ویل کیږي چې پاکستان چې څه کم دوه سوه میلیونه نفوس او د عامو خلکو له پاره د خدمتونو کمزوري سیستمونه لري د جنوبي اسیا یو فاسد هېواد دی چې ګڼې افراطي ډلې چې د پوځ او استخباراتو مرسته ورسره ده په کې فعالیتونه ترسره کوي،‌ او هم ډېرې پېښې په کې د پیسو په بدل کې ترسره کېږي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *