تاند- د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې زوروره چاودنه شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې لږترلږه ۸ تنه پکې وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

راپورونه وايي چې چاودنه د لاهور په یوه زړه سیمه کې شوې ده.

لومړني معلومات ښيي چې یو ځانمرګی د لاهور د پولیسو د خاص ځواک د مرکز ودانۍ ته مخامخ یوه هوټل ته ننوتی او ځان یې الوزولی دی.

له چاودنې وروسته په سیمه کې وسله واله نښته پیل شوې ده.

د چاودنې په وجه هوټل تقریباً نړېدلی او په شاوخوا کې یې یو شمېر ولاړ موټرونه ویجاړ شوي دي.

همداراز ویل کېږي چې د هوټل شاوخوا ودانیو ته هم زیا اوښتی دی.

امنیتي چارواکي وايي چې د پېښې ټپیان یې روغتونونو ته رسولي دي خو ډزې لا هم روانې دي. داسي ښکاري چې دا برید هغو حملو ته ورته وي چې وسله وال سخندریځي یې په افغانستان کې کوي.

تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *