تاند – د پاکستان د لاهور ښار په رایونډ سیمه کې د تبلیغیانو په کلنۍ اجتماع پولیسو چاپه وهلې او یو شمېر کسان یې نیولي دي.
د پاکستان اردو پواینټ ورځپاڼه لیکي چې پولیسو د سیف الرحمان، عبدالرحمان او یو بل کس چې نوم یې نه دی ذکر شوی له جېبونو څخه د افغانستان تذکرې ترلاسه کړې. ورځپاڼه لیکي چې د ښار په نورو برخو کې هم لس تنه شکمن کسان نیول شوي دي.
په رایونډ کې د تبلیغیانو کلنۍ اجتماع ته د بېلابېلو هېوادونو خلک ورځي خو دا لا معلومه نه ده چې پاکستاني پولیسو څنګه افغانان په مشخص ډول په نښه کړي دي.
په تېرو کالونو کې داسې ویل کېدل چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) یو جیګپوړی کارمند د تبلیغیانو په جامه کې په دې توانېدلی وو چې په ننګرهار، کونړ، او لغمان ولایتونو کې حساسو حکومتي ودانیو ته ننوځي او استخباراتي معلومات ټول کړي او ښایي چې پاکستاني مقاماتو د افغانانو په رابطه هم ورته فکر کړی وي.
یو شمېر کارپوهان په دې نظر دي چې د پاکستان د هغو ډلو، چې په افغانستان کې د مذهب تر نامه لاندې ریښې ځغلوي، اکثر غړي د پاکستان د نظامي استخباراتو روزل شوي مامورین دي چې ډېر وختونه هڅه کوي د افغان ځوانانو ذهنونه له افغاني ملي ارزښتونو څخه پاک کړي او پرځای یې افسانوي نظریې ذهنونو ته ورواچوي.
حکومت باید په کور د ننه لکه هند د تبلیغ قوی نړوال مرکز په مستقل دول ولری ، او خپل اتباع هلته نور پری نږدی