تاند- د لاهور په لمنه کې د رایونډ په سیمه کې د پولیسو د تلاشۍ پر یوه پوسته په انتحاري حمله کې د ۵ پولیسو په ګډون ۹ تنه ووژل شول او تر ۲۰ ډېر نور ژوبل شول.
د پولیسو مرستیال مشر ډاکتر حیدر اشرف تایید کړه چې نن شپه ځانوژونکې حمله د پولیسو د تلاشۍ په هغه پوسته کې شوې چې پر رایونډ واټ (روډ) کې ده. دا سړک د تبلیغیانو پنډځای ته غځېدلی دی.
په پنجاب کې چاودنې او وژونکې حملې د پاکستان د حکومت او امنیتي ادارو لپاره خاص اهمیت لري او په وړاندې یې شدید حساسیت ښيي.
ډان تلویزیون د پولیسو په قول وايي چې د دوی لومړني معلومات ښيي چې ځانوژونکي د دې حملې لپاره له موټر سایکل څخه کار اخیستی دی.
دوی وايي چې تحقیقات روان دي څو معلومه کړي د حمله کوونکي ملګري څوک ول.
پولیس هڅه کوي چې په وژل شویو کسانو کې د انتحاري حمله کوونکي د بدن ټوټې ومومي او د ډي این اې معاینې په وسیله هغه وپېژني.
پولیس وايي، که چیرې حمله کوونکی د تبلیغیانو غونډې (اجتماع) ته ننوتی وای ښايي تر دې یې خورا زیاتې مرګ ژوبلې پېښې کړې وای.
د پنجاب اعلي وزیر دا برید غندلی دی. تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.