په لاهور کې د چاودنې په هکله د جیونیوز خبر

تاند – د پاکستان د پنجاب ایالت په مشهور ښار لاهور کې په یوه بمي چاودنه کې ۱۶ کسان مړه او له ۷۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې په وژل شویو کې ۶ جیګپوړي او نور د پولیسو منسوبین هم شامل دي.

د پاکستان یو وزیر رانا ثناءالله وایي چې د لاهور ښار په مال روډ شوی دغه بمي برید ځانمرګی وو.

د پاکستان جیونیوز تلوېزیون وایي چې ټپیان ګنګارام روغتون او نورو نژدې روغتونونو ته انتقال شوي دي او وېره شته چې د وژل شویو کسانو شمېر زیات شي.

جیونیوز وایي چې د پاکستان په زړه لاهور ښار حمله شوې ده. دغه تلوېزیون وژل شوي کسان د شهیدانو په نامه یادوي. پاکستاني رسنۍ معمولا وژل شوي پاکستاني اتباع د شهیدانو او افغانان د هلاک په نوم یادوي.

کارپوهان وایي چې پاکستان هڅه کوي د هغه کانفرانس لپاره خام مواد برابر کړي چې د روانې میاشتې / فبروري/ په ۱۹مه په پاریس کې جوړېږي او ویل کیږي چې د ترهګرو د مالي تمویل د بندولو په هکله به په کې خبرې اترې وشي.

د سیمې د چارو تحلیلګران په دې شک کوي چې آیا دا حمله به په ریښتیا افراطیانو کړې وي که د پاکستان استخباراتي ادارو به له هغه فشار څخه د ځان خلاصولو په نیت کوم پروګرام پیل کړې وي چې په وروستیو کې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ټرمپ د ادارې له خوا د ترهګرو د سپانسر کولو په برخه کې ورسره مخامخ شوی دی.

2 thoughts on “په لاهور کې چاودنه، د پولیس افسرانو په شمول ۱۶ کسان مړه، لسګونه ټپیان”
  1. Salamooona
    Pa de har sook pohigi che isi fakistan de shakhsi Gato pa marg zhoobla yaw adi kar balki da namoos pa qisa na de faqat dagha kar pa de khater kari che gwaki za ham qoorbani wrakawoom.lanat de we pa daghasi islami hewad che da bal pa tabahi khpala gata gori.

  2. سلامونه،
    که تاسو هم پر دغه جملې داسي عمل وکړئ، څه ګناه به مو کړې وي
    *پاکستاني رسنۍ معمولا وژل شوي پاکستاني اتباع د شهیدانو او افغانان د هلاک په نوم یادوي.*
    (افغاني رسنۍ معمولاً وژل سوي افغان اتباع د شهیدانو او پاکستانیان د هلاک په نوم یادوي)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *