تاند- د نیویارک د بینګهمپټن ( Binghamton) پوهنتون متخصصانو داسې کاغذي بېترۍ جوړه کړه چې د بدن پر مایعاتو (لاړو) چارجېږي.

دا بېټرۍ یوازې په یو څاڅکي لاړو  د یوه ایل اي ډي (LED) ګروپ رڼا برابرولی شي.

د میډیکل ساینس د راپور له مخې، په دغو بېټریو کې باکټریاوې د لاړو په شان د یوې اورګانیک مادې په ترلاسه کولو یوه بهرني الکترود ته الیکترونونه لېږدوي او په نتیجه کې یې برښنا تولیدېږي.

متخصصانو د دې بېټرۍ په ابتدايي ازمېښت کې په هر سانتي متر مربع کې، چې د یوه ایل اي ډي ګروپ د روښانولو لپاره کافي ده، د څو مایکرو واټو برابره برښنا جوړه کړای شوه.

څېړونکي هیله لري چې دې ابتدايي بري ته به په راتلونکو وختونو کې انکشاف ورکړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *