سرچینه: فرانس پریس خبري اژانس-
ژباړه: نسیم سالارزی –
ولسمشر کرزي له واشنګټن پوسټ سره په وروستۍ مرکه کې ویلي، چې افغان جګړه نه د افغانانو وه او نه د افغانانو په خوښه پیل شوې، بلکې د امریکا په مشرۍ پدې جګړه کې یوازې بېګناه افغانان قرباني کېږي.
په تازه راپورنو کې د حکومتي منابعو له قوله ویل شوي چې په تېرو لسو کلونو کې د ترورېزم په نوم په پیل شوې جګړه کې یوازې ۱۳۷۰۰ افغان سرتېري وژل شوي دي، چې د ملګي مرګ ژوبلې شمېرې ترې بېلې دي.
که په اوسط ډول حساب شي، نو په تېرو لسو کلونو کې هره ورځ ۴ افغان سرتېري وژل شوي دي چې له نظامي پلوه دا دافغان ځواکونو لپاره تر ټولو درانه تلفات دي.
اوس د افغان ځواکونو له کورنیو سره د مرستې موضوع تر ټولو مهمه ده چې؛ لا تراوسه ورته نه حکومت پام کړی او نه هم د بهرنیانو په نغدي مرستو کې کوم داسې پلان، ریفورم او ستراتیژي جوړه شوې چې له مخې یې له قرباني کورنیو سره د ځان بسیاینې په موخه نغدي او معنوي مرسته وشي.
وسله وال طالبان، مافیایي کړۍ او شخصي دښمني د دریم فکتور په توګه د وژل شویو افغان سرتېرو د کورنیو لپاره ور پاتې میراث دی چې ډېر یې له وجې اوس په شخصي دښمنیو هم اوښتي دي.
له دې دومره لویې قربانۍ سره، سره د ولسمشر کرزي په مشرۍ له طالبانو سره د افغان حکومت مبارزه بریالۍ نده، چې ګڼ مسایل یې عوامل کېدلای شي، خو هغه بیا بېله مسله ده.
که څه هم حکومتي سرچینې ادعا کوي چې؛ له پېښو وروسته یې ۱۳۷۲۹ قرباني کورنیو سره مالي مرستې کړې دي او همدا ډول یې د ۱۶۵۱۱ ټپي سرتېرو کورنیو ته هم لازمې مرستې رسولې دي، خو پدغو مرستو او د مرستو د رسولو په بهیر په تېر کې ګڼ انتقادونه شوي او لا پر ځای پاتې دي.
پدغو انتقادونو کې ویل کېږي چې د ټپي او وژل شویو سرتېرو کورنیو ته ډېر ناڅیزه امکانات ورکول کېږي او هغه هم په شفاف ډول نه ورسول کېږي، ددې ادعاوو پخلی هم د هغو بېلګو په اساس کېدلای شي چې څو ځل د پولیسو معاشونه ورک شول او د توزیع په بهیر کې یې د پراخ فساد په اړه راپورونه خپاره شول.
د چارو ادارې مشر سید جاوید جاوید فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې؛ هرې قرباني کورنۍ ته مو لازمې مرستې رسولې دي: ((زه نشم ویلی چې دغه څرګندېدونکې شمېرې دې پوره او دقیقې وي، موږ پدې اړه پوره جزیات نه لرو.))
د چارواکو په وینا د افغان ځواکونو په مرګ ژوبله کې وروسته له هغې زیاتوالی راغی او ان د تېرو کلونو په پرتله یې تلفات څو برابره شول چې دوی له نړیوالو ځواکونو په بشپړ ډول امنیتي مسوولیتونه پر خپله غاړه واخستل.
په همدې موده کې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو ته هم درانه تلفات اوښتي دي چې؛ د بهرنیو رسنیو د راپورونو په اساس د وژل شویو نړیوالو ځواکونو شمېر تراوسه ۴۳۰۰ تنه ښودل کېږي او پدغو سرتېرو کې یې ۳۲۰۰ تنه امریکایان دي.
امریکایي چارواکو د افغان ماموریت تېر کال تر ټولو خونړی بللی دی او د دوی په وینا پدغه کال کې په هره میاشت کې ۴۰۰ امریکایي او افغان سرتېري وژل شوي دي او د افغان ماموریت په لړ کې دا شمېرې په تېرو لسو کلونو کې د ځاني تلفاتو تر ټولو لوړې شمېرې دي.
که څه هم ویل کېږي چې افغان حکومت په دقیق ډول د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې راپورونه نه نشروي، خو دا ادعاوې د نړیوالو ځواکونو په اړه هم شته دي.
اما تر ټولو مهمه موضوع داده چې ددې دواړو ځواکونو ګډ دښمن (طالبان) بیا کله هم د خپلو وژل شویو او ټپي شویو ملګرو په اړه ځکه دقیق معلومات نه خپروي چې د رسنیو له هغه جزوي څاره هم خوندي پاتې دي.
د چارو د ادارې د مسوولینو په وینا، په تېرو لسو کلونو کې په دقیق ډول ۱۲۳۳۶ ملکي کورنیو هم د دوی لخوا د جګړې د زیانونو په بدل کې مرستې ترلاسه کړې دي، خو لا هم د ملکي تلفاتو دقیق شمېر نه څرګندوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نماینده ګۍ یا یوناما په هرو شپږو او دریو میاشتو او یا کال کې د ملکي تلفاتو او عاملینو په اړه یې راپورونه خپروي، خو تر ډېره د نړیوالو ځواکونو او یا پېښو ته د دقیق لاسرسي له امله دغه شمېرې هم دقیقې نه وي.
د یوناما لخوا تېره میاشت په خپاره شوي راپور کې راغلي چې په تېرو پېنځو کلونو کې ۱۴۰۶۴ ملکي کسان وژل شوي دي.
یوناما د دغو تلفاتو ډېره پړه په طالبانو اچوي او ړانده راکټونه، سړک غاړې بمي چاودنې او هدفي وژنې یې لوی عوامل په ګوته کوي.
دا مهال په افغانستان کې ۵۵۰۰۰ زره نړیوال سرتېري دېره دي چې؛ د روان کال تر ډسمبر به یې په افغانستان کې د پاتې کېدو جوازنامه پوره شي، خو که د امنیتي تړون په چوکاټ کې تر هغو وروسته پاتې شول، نو یوازې افغان ځواکونو ته د مشورې او روزنې ماموریت به ولري.
په افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو وروستۍ پېښه د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې وه چې ۲۱ تنه پکې و وژل شول، خو قرباني کورنیو ته یې د ملي امنیت په شورا کې تر دعا کولو د ډېر څه څرک ونه لګېد.