تاند- د افغانستان شمال ته د دولت د لسګونو وسله والو مخالفانو د نیول کېدو په اړه امنیتي چارواکي ضد و نقبض څرګندونې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې تېره شپه یې۱۵۰ تنه مشکوک کسان په داسي حال کې په سالنګ کې نیولي چې د هیواد شمال ته روان ول.

پژواک خبري اژانس د امنیتي چارواکو په قول د نیول شویو کسانو شمېر ۲۰۰ تنه ښودلی خو د پروان چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې ۷۱ تنه یې نیولي دي.

له بلې خوا د ملي امنیت ریاست وايي چې ۴۰ تنه مشکوک کسان یې په کاپیسا ولایت کې نیولي دي.

په همدې حال کې باختر خبري اژانس ادعا کړې چې اکثره نیول شوي کسان پاکستانیان دي.

2 thoughts on “په لسګونو مشکوک کسان په سالنګ کې نیول شوي”
  1. دا هغه خوار پښتانه دي چې باکستان په زوره ایستلي

    طالبان به دومره ساده نه دي چې پر پروان ورشي

  2. اۍ په درانه خو ب ویده قو مه له خوبه را ویښ شې دا څه ظلم او جفا په دې مظلوم قوم روا نه ده؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *