تاند- د ګورجستان دفاع وزیر وویل شاوخوا ۱۵۵ ګورجستاني پوځیان نن /چهارشنبه/ له افغانستان څخه خپل هیواد ته ستانه شول.
د ګورجستان د دفاع وزیر په وینا دغه ګورجي پوځیان په افغانستان کې د ایساف په چوکاټ کې د سوله ساتنې په ماموریت بوخت ول. دوی په افغانستان کې شپږ میاشتې تېرې کړې.
د ګورجستان دفاع وزیر اراکلي الاسانیا په هوايي ډګر کې خپلو سرتېرو ته هرکلی ووایه. او ویې ویل:«په ډېر ویاړ غواړم ووایم چې دغو زړه ورو پوځیانو په خورا مسلکي او حرفوي ډول د نړیوال امنیت او د ګورجستان د امنیت دفاع وکړه.»
له کندوزه وروستي هالنډي پوځیان ووتل
وروستي شپږ هالنډي پوځیان، چې په کندوز ولایت کې یې افغان پولیسو ته روزنه ورکوله، خپل هیواد ته ستانه شول.
د هالند دفاع وزارت له کندوز څخه خپل هیواد ته د وروستیو شپږو هالنډي پوځیانو ستنېدا تایید کړه.
دغو شپږو هالنډي پوځیانو له کندوز ښاره دباندې د جرمني پوځیانو په اډه کې افغان پولیس روزل.
جرمني پوځیانو په وروستیو ورځو کې خپله ټوله اډه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارله.
په کندوز کې د افغان پولیسو د روزنې ماموریت د ۲۰۱۱ کال په جون کې پیل شو او سږ په جولای کې تر ټاکلي مهال یو کال مخکې بشپړ شو.
د هالنډ دفاع وزارت وايي چې د افغان ملي پولیسو د روزنې کار تر ټاکلي پلان مخکې بشپړ شو.