تاند- په هلمند کې موټر بمي حملې لږترلږه پنځه تنه ووژل شول او ۱۸ نور ژوبل شول.

د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک رسنیو ته وویل، د دې ځانمرګي موټربمي برید هدف د هلمند په جنوب کې د یوې ولسوالۍ یو پخوانی امنیه قومندان و.

ده وویل، ځانمرګي نن /چهارشنبه/ له چاودېدونکو موادو ډک موټر په لشکر ګاه کې د پولیسو د پخواني قومندان کور ته نژدې وچاوداوه.

ځواک وویل چې په دې برید کې لږترلږه ۵ تنه وژل شوي او د پخواني امنیه قومندان په شمول ۱۸ تنه نور ژوبل شوي دي.

طالبانو تراوسه پوري د دې برید په اړه څه نه دي ویلي. طالبان عموماً د هغو حملو مسوولیت ژر په غاړه نه اخلي چې عام خلک پکې ووژل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *