يکشنبه/ د لړم ۲۶مه
په لغمان کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري  د لاسي هنري اثارو جوړه شوې ګالري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين پوهاند محمدرسول باوري، د لغمان والي محمد اصف ننګ، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فيضان الله پټان، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي نګارستان  رييسه صابره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پيژندنې رييس نور اغا نوري او يو شمېر د هنر خاوندانو  له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پرانېستل شوه.
د پرانېستې پرمهال لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس  فيضان الله پټان د ګالري په اړه مالومات وړاندې کړل، نوموړي وويل دغه ګالري لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې جوړه شوې، چې د لغمان د ګڼ شمېر هنرمندانو لاسي هنري اثار ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  څخه د رالېږل شويو تابلوګانو څخه جوړه شوې چې دا دی نن پرانېستل شوه. نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه له راغلي پلاوي وغوښتل چې يادې ګالري د بډاينې په موخه ګڼ شمېر تابلوګانې راوليږي، نوموړې د لغمان له خطاطانو او د هنر خاوندانو څخه هم وغوښتل چې د ګالري لپاره تابلوګانې جوړې او ګالري ته وسپاري.
ښاغلي پټان د وزارت څخه د راغلي پلاوي څخه وغوښتل چې د لغمان هنرمندانو ته د غوره هنري اثارو د جوړولو په برخه کې د زده کړو زمينه برابره کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين پوهاند محمد رسول باوري د پرانېستې  پر مهال په خپلو خبرو کې خوښي وښوده چې په لغمان ولايت کې  يې ګالري پرانېسته، نوموړي په خپلو خبرو کې د لغمان ولايت  هنرمندانو او خطاطانو د لاسي اثارو ستاينې  ترڅنګ  د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فعاليتونو هم ستاينه وکړه.
ښاغلي باوري د لغمان د ګالري د بډاينې په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د غوښتنې سره سم د همکاريو ژمنه وکړه او وې ويل چې  د ګالري د بډاينې په موخه به اړوندې څانګې ته دنده وسپاري، څو ګڼ شمېر تابلوګانې د لغمان ګالري ته راولېږي.
د ګالري د پرانېستې په مراسمو کې د لغمان والي محمد اصف ننګ د ګالري په پرانېسته خوښي وښوده او زیاته يې کړه چې د لغمان هنرمندانو ډېر زيار ويستې او غوره تابلوګانې يې  برابرې کړي دي، نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دغې لاسته راوړنې او ګالري پرانيسته د لغمان لپاره يوه لاسته راوړنه وګڼله.
ښاغلي ننګ د ګالري په بډاينې تاکيد وکړ او وې ويل چې ګالري بايد په بېلابېلو تابلوګانو غني شي.
د ګالري د پرانېستې څخه وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين، لغمان والي محمد اصف ننګ، لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فيضان الله پټان او ګڼ شمېر نورو له هغه نندارتون څخه هم ليدنه وکړه چې د لغمان فرهنګي کانټينر له لوري جوړ شوی و. د نندارتون څخه د لیدنې پرمهال د نندارتون د اثارو ستاينه ترڅنګ د کانټينر له مسولينو  څخه مننه وشوه چې ياد نندارتون يې جوړ کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *