د څه دپاسه ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د لغمان مستوفیت نوې جوړه شوې وداني د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي او د یو شمیر چارواکیو له لوري پرانستل شوې.

دغه دوه پوړیزه ودانۍ چې ۲۴ خونې لري د سلطان غازي بابا ښارګوټي په اداري سیمه کې په دوه جریبه او اته بسوې ځمکه کې د ماليې وزارت په مالي لګښت د یو کال په موده کې جوړه شوې.

بل لور ته د ۲۷ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د لومړي ځل لپاره په لغمان کې د یو سرپټي جمنازیوم د بنسټ ډبره د لغمان سرپرست والي او د کابل څخه د بدني روزنې د لوی ریاست راغلي پلاوي له لوري کیښودل شوه.

دغه جمنازیوم چې ټولې سپورتي لوبې به په کې تر سره کیږي ۴۸ متره اوږدوالی، ۴۱ متره سور، ۱۰ متر لوړوالی، ۱۴ خونې او دوه سالونونه لري چې په یوه وخت کې به د ۵۰۰ تنو د ځایدو ظرفیت ولري چې چارې يې د یوه کال په موده کې بشپړیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *