په لغمان کې د څه کم ۳۸ میلیونو افغانیو په ارزښت شخصي ځمکه د ولسونو له لوري معارف ته ډالۍ شوه.

د لغمان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ولایت مقام د تلاش او هڅو پر اساس د ۱۱ بابه دیني مدرسو او ښوونځیو د جوړولو لپاره د (۳۷۷۵۰۰۰۰) میلیونو افغانیو په ارزښت په بېلا بېلو سیمو کې شخصي ځمکه د پوهنې د مینه والو له خوا معارف ته ځانګړې او ډالۍ شوه، تر څو په راتلونکي کې پرې ښوونځي او مدرسې جوړې شي.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي وايي چې د ولسمشر د لارښوونې او د پوهنې په برخه کې د هغه د ځانګړي پیغام د رسولو پر اساس یې چې ولسونه باید د ښوونځیو د ودانول او ښوونځیو ته په وړیا توګه د ځمکې په واک کې ورکولو په برخه کې افتخاري چمتوالی وښايي، کار پیل کړی ترڅو په دغه ولایت کې شتمن خلک دې ته وهڅوي چې د معارف په برخه کې ځانګړې مرستې او همکارۍ وکړي نوموړی زیاتوي چې د پرلپسې تلاشونو او پر دولت د خلکو د اعتماد په پایله کې یې د ۱۱ بابه دیني مدرسو او ښوونځیو د جوړولو لپاره(۲۳،۱۵) جریبه ځمکه پیدا کړې چې د پلان سره سم به د مدرسو او ښوونځیو لپاره په کې نوې او عصري ودانۍ جوړې شي.

لغمان والي په دغه ولایت کې په ښه څرنګوالي سره د معارف وده،په علمي کارونو او خدمتونو کې د ولسونو د ونډې زیاتوالی او دمعارف تقویت او د ښوونکو د ستونزو هواری خپل کاري لومړیتوبونه ګڼي او ولس ته ډاډ ورکوي چې په مسوولیت او شفافیت سره به خلکو ته غوره خدمت وکړي.

نوموړی له ټولو هغه کسانو مننه کوي چې دیني مدرسو او ښوونځیو ته یې خپلې ځمکې ځانګړې کړي دي او د دوی دغه خدمت او احساس ستایي، له شتمنو خلکو او اړونده مرستندویه بنسټونو غواړي چې د معارف د پیاوړتیا په برخو کې لغمان ولایت ته ځانګړې توجه وکړي.

په ډالۍ او ځانګړې شوې ځمکه کې به د الیشنګ د تربیه معلم لپاره الحاقیه وداني، د قرغه یي د میاخیل ابتدایي ښوونځي لپاره وداني،د قرغه يي د دار ارقم دیني مدرسې لپاره وداني،د شمکت د پشه یي نسوان ابتدائیه لپاره وداني،د الیشنګ قلعه شرف الدین نسوان ابتدايه ښوونځي لپاره وداني،د الیشنګ تعلیم القران دیني مدرسې لپاره وداني،د الیشنګ کردی سالاب ابتدايیه ښوونځي لپاره وداني،د الیشنګ د میاصاحب د دارالحفاظ لپاره وداني،د قرغه يي د ولس دره ابتدائیه لپاره وداني او د قرغه يي مشله کمر ابتدائیه لپاره ودانۍ جوړې شي.

د یادونې وړ ده چې اوس مهال شاوخوا (۱۹۵۵۷۲) زده کوونکي په لغمان ولایت کې ښوونځیو ته ځي چې له یاد رفم څخه یې نهه اویا زره او دريشپېته انجونې دي او هم ټول ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانیستي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *