د ۷۲ ملیونه افغانیو په ارزښت د درېیو پرمختیايي پروژو پرانیسته د لغمان سرپرست والي او یو شمیر چارواکیو له لوري تر سره شوه.
تیر مازیګر ناوخته د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي او یو شمیر چارواکیو له لوري د لغمان پوهنتون لپاره د کرنې پوهنځي او لیلیې دوه نوې جوړې شوې ودانۍ چې ټول لګښت پرې ۵۷ میلیونه افغانۍ راغلی، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کرنې پوهنځي ودانۍ چې په ۳ پوړه کې په پاخه او اساسي شکل جوړه شوې ۱۲ درسي او ۸ دفتري خونې، لابراتوار او یوه کتابخانه لري او همدارنګه د لیلیې لپاره جوړه شوې وداني هم په ۳ پوړه کې ده چې د محصلینو لپاره ۳۲ د استوګنې خونې، ۸ دفتري او ۶ د تحویلخانې خونې په کې جوړې شوي دي، چې د جوړېدو چارې یې په یو نیم کال کې بشپړې شوي دي.
همدارنګه د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد پوهنتون لپاره د احاطې د دیوال د بنسټ ډبره هم کیښودل شوه چې ۲۷۰۰ متره اوږدوالی او ۳،۷۰ متره لوړوالی لري، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
د یادونې ده چې یادې درې واړه پروژې د لوړو زده کړو وزارت له پرمختیايي بودیجې څخه تمویلیږي.