هېواد ته دمتوجه ګواښونو او روانو بدبختیو ته دپای ټکي کېښودلو په موخه د ۱۳۸۹ لمریز کال دغبرګولي په ۱۲ نېټه دپخواني جمهور رئیس جلالتماب حامد کرزي په لارښوونه ملي مشورتي جرګه جوړه او دټوله هېواد په سطحه هغوی چې حساب پرې کیږي برخه واخیسته،دملي مشورتي جرګې دپریکړې پر اساس دهېواد په پلازمینه کابل کې دمرحوم استاد برهان الدین رباني په مشرۍ دسولې عالي شورا رامنځته او د لږ ځنډ وروسته يې د هېواد تقریباً ټولو ولایتونو ته دخپل فعالیت لمن وغځوله او په ولایتونو کې يې دسولې ولایتي کمېټې پرانستې.
د ذکر شویو دفترونو دپرانستې سره په ټول هېواد کې دسولې روانې پروسې سره دمخالفینو د راجلبولو اوعامه ذهنیت رغونې لپاره بې ساري کوښښونه پيل شول،له هغې تر دې دمه تر لس زرو زیات ددولت وسلوال مخالفین دسولې له روانې پروسې سره یو ځای اودخپلوکورنیو سره يې یوځای سوله ییز ژوند اختیار کړ،ددې ترڅنګ دولایتونو په مرکز ، ولسوالیو ،کلیو اوبانډو کې دسولې عالي شورا په چوکاټ کې دسولې ولایتي دفترونو د مسؤلینو په مشرۍ ددیني علماؤ او مخورو قومي مشرانو په مټ دعامه ذهنیت رغونې پراخې غونډې ترسره شوې.
په لغمان ولایت کې دسولې ولایتي کمېټې ددفتر دپرانستې سره سم یاد دفتر د ولایتي ادارې په همکارۍ په دې توانیدلی چې په مرکز او ولسوالیو کې دعامه ذهنیت رغونې پراخې غونډې ترسره او دهمدې هڅو په پایله کې سلګونه ددولت وسلوال مخالفین دسولې در وانې پروسې سره یو ځای کړي.چې دالړۍ په دې وروستیومیاشتوکې د والي عبدالجبارنعیمي په بشپړه همکارۍ خورا ګړندۍ شوې او ورسره سم په دې ولایت کې دنوموړي لخوا په هر اړخیز ډول بیارغنیز انکشاف،دبېکارۍ دکچې راټېټولو،کار اهل د کار ته سپارلو،مسؤلیت پېژندني،دغوره حکومتداري اوعدالت د تامین دټېنګښت په برخوکې هم ددې ولایت په تاریخ کې بې ساري هڅې پيل شوي دي.
دعامه ذهنیت رغونې وروستیوکوښښونو په دې ولایت کې د ولسي همکارۍ او د سولې روانې پروسې سره ددولت د وسلوالو مخالفینو دیوځای کیدو ډیرې هېلې راټوکولې او دنظر خاوندان په دې اند دي چې که دولایتي رهبري او سولې ولایتي کمېټې لخوا روانې هڅې جارې وساتل شي نو لرې نه ده چې په ډیر لږ وخت کې به ددې ولایت نسبي نا امنه وضعیت په بشپړ ډاډمن امن تبدیل او ددولت او لس ترمنځ موجود واټن به خورا راکم اولمنځه وړلاسي.
دا چې پراخې بېکارۍ،ښوونیز ټکني بهیر او ټېت اقتصادي وضعیت ډیری هېواد وال او په خاص ډول ځوانان چې دمسؤلیت دروند پېټی ورپه غاړه وي له ستونزوسره مخ کړي،دهمدې فرصت څخه په استفادي دښمن هم تلاش کوي چې زموږ دځوانانو له سپېڅلو احساساتو او بېکارۍ څخه په استفادې دځان په ګټه کار واخلي او خپل شوم اوکرغیړن اعمال ترسره کړي.
دهمدې ستونزې دپای ته رسولو لپاره دملي یووالي حکومت او په ځانګړې ډول دلغمان محلي اداره هڅه کوي چې ځوانانو ته دکارموندنې، زده کړي او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې په ډیر جدیت سره کار ترسره کړي او دې موخې ته درسیدو لپاره لغمان ولایت ته دمرکزي دولت،اړوند وزارتونو،د دوستو هېوادونو دسفارتونو او مرستندویه نهادونو پاملرنه راواړوي او په دې سره په دې ولایت کې دسولې ډاډمنه فضاء حاکمه او ولس د روان وضعیت څخه راوباسي.
زه دیو ځوان په صفت دلغمان دمحلي ادارې روانې هڅې ستایم او له خپلو ټول هم عمرو غواړم دنورو په بې ځایه اومنفي تبلیغاتو پسې ونه ګرځئ او په پوره قوت هڅه وکړئ چې دخپل ځان،ټولنې او هېواد دښې راتلونکي په موخه زده کړئ وکړئ،دملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو لیکې پياوړي کړئ او خپله ځوانه انرژي ددې کړیدلي هېواد په ودانولو کې مصرف کړئ.
ابو ارمان