په لغمان کې د دیني عالمانو لپاره معلوماتي ټکنالوجۍ ته د لاس رسي په موخه د انګلیسي او کمپیوټر زده کړو لس میاشتنی پروګرام پیل شو.
د غه لس میاشتنی پروګرام چې د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د معینت او د افغانستان د ښوونې او بیارغونې موسسې له لوري د یو ګډ تفاهم له مخې پر مخ وړل کیږي؛ د څلورو دیني او تعلیمي ادارو ۶۰ تنو ته به په کې د با تجربه استادانو له خوا د معلوماتي ټکنالوجۍ، د انګلیسي ژبې او دغه راز د کمپیوټر د بېلا بېلو پروګرامونو په برخه کې زده کړې ورکول کېږي.
د دغو پروګرامونو په زده کړې سره به دیني عالمان وشي کولی، چې د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه په ګټې اخیستنې د ټولنې د فکري روښانتیا او د اذهانو د جوړولو تر څنګ په خپلو اړونده برخو کې د اړتیا وړ توکو او مسایلو ته د نړیوال جال له لارې په اسانۍ سره لاس رسی ومومي.
هغه غونډه چې په همدې موخه نن په لغمان کې جوړه شوې وه د ولایت د بشري سرچینو رئیس قاضي صفي الله، د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو مرستیال مولوي حیات الله فرقاني، د یادې موسسې استازو، دیني علماوو، د لغمان د مرکزي دارلعلوم او د عالي دارلمعلمین استادانو او شمېر نورو کسانو ګډون درلود.
غونډې ته په وار سره د وینا پر مهال د افغانستان د ښوونې او بیارغونې موسسې استازي برکت الله رسولي، د ولایت د بشري سرچینو رئیس قاضي صفي الله، مولوي حیات الله فرقاني او مولوي محمد یونس شمه خیل؛ دیني عالمانو ته د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړو په ارزښت او اهمیت د رڼا اچولو تر څنګ معلوماتي ټکنالوجۍ ته د دیني علماوو لاس رسی او د دغو مهارتونو زده کړه مهمه یاده او په خوا کې یې په دغه پروګرام کې له ټولو شاملو دیني عالمانو وغوښتل څو له دې چانس څخه درسته ګټه واخلي او هغه څه چې دلته یې زده کوي باید نور ته یې هم انتقال کړي.