د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه –
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د پرلپسې هڅو او تلاشونو او د کابینې په جلسه کې د ولایت مقام له لوري د یو شمېر ټولګټو پروژو د وړاندې، دغه راز په مرکز او ولسوالیو کې د اداري تعمیرونو د جوړولو او د بېلا بېلو وزارتونو او ادارو له لوري له منظورئ وروسته نن د لغمان ولایت د ځمکوالۍ ( اراضۍ ) ادارې د نوي تعمیر د احاطې د جوړولو چارې د ښاغلي نعیمي، د ولایتي شورا د استازي او د بېلا بېلو ادارو دمسولینو په لاسونو د بنسټ د ډبرې په ایښودلو سره پیل شوې.
دغه احاطه چې درې جریبه ځمکه احطوا کوي د ځمکوالۍ د عمومي ادارې د درې میلیونه او څه دپاسه نهه سوه زره افغانیو په لګښت جوړېږي چې د جوړېدو چارې به یې په څلور میاشتو کې پای ته ورسېږي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د یادې ادارې د احاطې د بنسټ ډبرې د ایښودو پر مهال وویل د بیارغونې په برخه کې زموږ هڅه دا ده چې په مرکز او ولسوالیو کې د ادارو لپاره مجهزې ودانۍ جوړې کړو، نوموړي زیاته کړه چې په لومړي قدم کې د لغمان د ځمکوالۍ د ادارې د احاطې کار و چې نن عملا پیل شو او له دې وروسته به د همدې ادارې د اداري تعمیر چارې پیل شي.
ښاغلي نعیمي سربېره پر دې د سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې په هغو کسانو هم غږ وکړ چې استوګنیزې نمرې ورته ویشل شوي ولې تر اوسه یې پرې کار نه دی شوی، باید ژر تر ژره یې جوړې کړي تر څو دا ښار اباد او ښکلی شي، نوموړي خبرداری ورکړ که چیرې څوک خپلې نمرې ابادې نه کړي نو د قانون سره سم نمرې به یې مسترد او نورو اړمنو کسانو ته به وویشل شي.
لغمان والي زیاته کړه چې ولایت مقام او ولایتي اداره په دې هڅه کې ده تر څو د ولسونو سره د شویو مشورو وروسته هغه وړاندیزونه په دقیقه او پرلپسې توګه په مرکز کې تعقیب کړي کوم چې د ولسونو او ولایتي ادارې په لومړیتوبونو کې ځای لري.