د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په هلو ځلو د قومونو د یووالي او د ولسونو تر منځ د شته ستونزو او شخړو د هوارۍ په موخه د دولت شاه ولسوالۍ اړوند د اولوک او ملنګانیو د قومونو تر منځ د دولتي غر پر سر د شخړې د پای ته رسولو په تړاو ټاکل شوي کمېسیون نن خپله د سولې پرېکړه اعلان کړه او دغه راز د یادو دواړو قومونو او ولسونو تر منځ دیرش کلنه شخړه پای ته ورسیده.

په دغه دیرش کلنه شخړه کې دواړو لورو ته د نورو اوښتو مالي زیانونو سره سره د اولوکو د قوم یو تن په شهادت رسیدلی و او یو بل یې هم ټپي شوی و، د دې تر څنګ دواړو لور یو په بل لارې هم تړلې وې چې ډېری کوچنیان د دواړو قومونو له زده کړو بې برخې پاتې و.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې پر لغمان والي ترڅنګ په ختیز زون کې د یوناما د دفتر مشرې اغلې هېرن سونګ او همکارانو یې، د ملګرو ملتونو د بېلا بېلو ادارو مسولینو، د ټاکل شوي کمېسیون غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د یادو دواړو قومونو استازو ګډون.

د اولوکو د قوم په نماینده ګۍ مولوي محمد باهر او د ملنګانیو د قوم په استازۍ مولوي حنیف الله او همدارنګه د مقتول ورثې خبرې وکړې او دواړو استازو د ولایت مقام او د موظف کمېسیون د دغه پر وخت اقدام څخه د مننې ترڅنګ وویل که چیرې په دې برخه کې داسې ګام نه وی پورته شوی نو د دواړو قومونو او ولسونو تر منځ دا حالت نور هم خرابېده. دوی زیاته کړه جنګ جګړې او قومي شخړې او دښمنۍ ټول انساني، مذهبي، اقتصادي، معنوي، مادي او ټولنیز ارزښتونه له مینځه وړي او هيڅ خیر په کې نشته.

دوی وویل موږ دواړه قومونه سوله غوښتونکي او د سولې طرفدار ولسونه یو د ټاکلي کمېسیون پرېکړه مو قبوله ده او درناوی ورته لرو.

لغمان والي د خپلو خبرو پر مهال له دواړو قومونو او په ځانګړې توګه د مقتول له ورثې څخه مننه وکړه چې سولې او روغې جوړې ته یې غاړه کېښوده او یو بل ته یې عفوه وکړه.

ښاغلي نعیمي همدارنګه د ملګرو ملتونو د ادارې نه هم مننه وکړه چې د دې جرګې په تخنیکي برخه کې خپله مرسته و نه سپموله ولې یادونه یې وکړه چې د دوی دا مرستې باید تر جرګې محدودې پاتې نشي بلکې په یاده ولسوالي کې د ټولګټو پروژو په تطبیق کې خپل اهم او اغیزمن رول ادا کړي تر څو د سیمې خلک په ځانګړې توګه دواړه قومونه او ولسونه ترې ګټه واخلي.

عبدالجبار نعیمي زیاته کړه د نن ورځې د سولې او روغې جوړې پیغام باید هغه چا ته هم انتقال شي چې هغوی نیت د شخړې، د ویني تویولو او د دې مجاهد ملت د بدنامولو لري، څو هغوی هم د خپلو ناورا کړنو لاس په سر شي او د دې وطن د ابادۍ لپاره یو ځای کار وکړي.

لغمان والي د خپلو خبرو په پای کې د نن ورځې د غونډې ګډونوال د سولې سفیرانو په نوم هغه لوی قوت یاد کړ، کوم چې د سولې، امن او شخړو د حل په برخه کې دا توانايي لري چې قومونو او ولسونو ته د یووالي قوي پیغام ورسوي.

امیرزېب دُراني

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *