نن په یوولسو بجو د کابل جلال اباد په لویه لاره د خیرو خیلو په سیمه کې د یوې سراچې او دوو کرولا موټرو د ټکر کیدو له امله دوه تنه نارینه شیهدان شوي او د یوې میرمنې او دوو ماشومانو په ګډون لس تنه نور ټپیان شوي دي.

له ټپیانو څخه دا مهال ځینې د لویې لارې نیږدې کلینیکونو او ځینې یې هم د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ته انتقال شوي دي.

د لغمان د ټرافیکو مدیریت د پیښو د بررسۍ ټیم سیمې ته استول شوی ترڅو دغه واقعه په دقیقه توګه وڅیړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *