د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه
د مخالفو وسلوالو د یو مشهور قوماندان په ګډون ۱۱ تنه وسلوال د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او یوه اندازه وسلې ترې هم نیول شوي دي.
هغه چاڼیز عملیات چې نن سهار وختي د الینګار د سیند ختیزې څنډې ته په ګل ارام، کټه سنګ او حیدر غره کې د افغان ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو له لوري پیل او نن ماښام پای ته ورسیدل، د لومړنیو مالوماتو له مخې په کې د وسلوالو مخالفینو د یو مشهور قوماندان عبدالرحمن مسلم په ګډون ۱۱ تنه ووژل شول.
په دغو عملیاتو کې د یادو سیمو په تصفیه او تلاشۍ سربیره د مخالفینو ۳ میله کلاشینکوف، له یوه شرید سره یو ځای ۲ میله پیکا او یوه اندازه البسه او مهمات هم د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.
د یادولو ده چې په دغو عملیاتو کې د ملي اردو یو تن بریدمل هم په شهادت رسیدلی، چې لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي یې د هیواد د ساتنې په لار کې دغه لویه سرښندنه ستايي او شهید ته د څښتن تعالی له درباره د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر هیله لري.