د افغان ملي اردو او مخالفو وسلوالو ترمنځ په وسلواله نښته کې د مخالفینو د قوماندان عبدالرشید د مرستیال په ګډون لس تنو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نن سهار د پینځو بجو راهیسې د نهه نیمو بجو تر شا و خوا پورې د الینګار ولسوالۍ اړوند د منګو او ساندروا په سیمو کې د افغان ملي اردو او مخالفو وسلوالو تر منځ وسلواله نښته شوې چې په دغه نښته د مخالفو وسلوالو د مشهور قوماندان عبدالرشید مرستیال اجمل او د ګوجر په ګډون څلور تنه وژل شوي او شپږ تنه نور یې زخمیان دي.
جنګ دا مهال پای ته رسیدلی او مخالفین له سیمې تښتېدلي دي. په دغه نښته کې د ملي اردو دوه تنه هم په شهادت رسیدلي او یو تن سرباز زخمي دی چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
د لغمان ولایت مقام د وطن او خاورې څخه د دفاع په لار کې د ملي اردو د اتلو شهید شویو سرښندنه اومیړانه ستايي، دغه قهرمانانو ته د څښتن تعالی له درباره د فردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر، همسنګرانو ته یې د قوي هوډ او ټپي ته د ژر تر ژره روغتیا هیله لري.