د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

د افغان کومانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۴ تنو مخالفو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو تن یې ژوندی نیول شوی.

هغه ځانګړي عملیات چې نن سهار وختي د افغان کومانډو ځواکونو له لوري د الینګار ولسوالي اړوند په نورلام صیب دره کې تر سره شوي د یو تن مشهور مخالف وسلوال ذاکر الله حقیار په ګډون په کې د عزیز الله او سمیع الله په نومونو درې تنه وسلوال وژل شوي او یو تن مخالف وسلوال چې عرفان نومیږي په دغو عملیاتو کې زخمي شوی دی.

همدارنګه په دې عملیاتو د نادر په نامه یو تن چې اصلا د الیشنګ ولسوالۍ څخه دی او په یاده سیمه کې د مخالفو وسلوالو د تبلیغاتو د برخې مسول دی، د افغان کومانډو ځواکونو له لوري ژوندی نیول شوی او دا مهال د یادو ځواکونو سره تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دی.

د یادولو ده چې په دغو عملیاتو کې ملکي خلکو او افغان کومانډو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *