د بېرته راستنو شویو کډوالو ستونزو ته د رسیده ګۍ په موخه د نړیوالو مرستندویه ادارو سره ځآنګړې غونډه وشوه.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په مشرۍ نن د بېرته راستنو شویو کډوالو ستونزو ته د رسیده ګۍ او د چارو د لا ښې همغږۍ په موخه د مهاجرینو چارو د کمېسیون، د اضطرار کمېټې د غړو ادارو او په دې برخه کې د نړیوالو مرستندویه موسسو د مسولینو ګډه غونډه وشوه، چې په کې د ولایت مرستیال او د مهاجرینو چارو د کمېسیون مشر الحاج شهزاده مظلوم یار هم ګډون درلود.

پیل کې د ولایت مرستیال په یاده برخه کې د کمېسیون له لوري د شویو اجراتو او راټولو کړیو مشاهداتو په اړه د ولایت مقام او د غونډې ګډونوالو ته خپل معلومات او راپور وړاندې او زیاته یې کړه چې د دوی د لیدنو له مخې د قرغیو ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې نوي ځای پر ځای شوي مهاجرین د ځینو روغتیايي او څښاک د اوبو د نشتوالي او دغه راز د غذايي او غیر غذايي توکو د کمښت له ستونزو سره مخ دي.

ښاغلي مظلوم یار وویل چې د ولایت مقام د هدایت سره سم یې د ولایت د یو شمېر ملکي او نظامي ادارو له لوري ځینې مرستې چې د روغتیا او څښاک د اوبو د رسولو په برخه کې وې، هغه یې هغمږې او په یاده سیمه کې یو شمېر کډوالو ته رسولي، ولې د ده په وینا چې لا هم دغې برخې ته ځانګړې توجو په کار ده.

وروسته له اجندا سره سم د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د ادارې رئیس او دغه راز د کورنیو او نړیوالو مرستندویه ادارو مسولینو په وار سره لغمان ولایت ته د بېرته راستنو شویو کډوالو د وضعیت، د هغوی سره د لومړینو تر سره شویو مرستو، د نویو مرستو لپاره د تر سره کېدونکې سروې او ارزیابۍ او همدارنګه د هغوی ستونزو او مشکلاتو ته د رسېدنې په خاطر د بشپړ چمتوالي په اړه لغمان والي ته خپل راپورونه او معلوماتونه وړاندې کړل او ژمن شول چې په پوره همغږۍ سره به دغو کډوالو ته رسیده ګي کوي.

ورپسې لغمان والي عبدالجبار نعیمي د غونډې د ارزونې پر مهال د مهاجرینو ریاست او اړونده کمېسیون ته دنده وسپارله څو خپلې چارې په درسته توګه منظمې او همغږې کړي او د دې تر څنګ یې د ولایت مرستیال ته چې د مهاجرینو چارو د کمېسیون مشري هم په غاړه لري لارښوونه وکړه څو مخکې له مخکې د بېرته راستنو شویو کډوالو د مستحقینو په نوملړ او د نمرو د ویش په قانوني طرزالعمل کار وکړي.

ښاغلي نعیمي د مهاجرینو رئیس ته دنده ورکړه څو په سرخکانو کې د مهاجرینو د ښارګوټي ټول حسابونه تصفیه او د هغو کسانو د استوګنیزو نومرو د مستردېدو وړاندیز وکړي چې تر دې دمه یې پرې هیڅ کار نه دی کړی.

دغه راز د مهاجرینو د ستونزو او شکایتونو د اورېدو په خاطر یې اړونده کمېسیون ته لارښوونه وکړه څو یو څلریشت ساعته مرکز فعاله کړي، چې په دې اړه پر وخت اجراات وکړي. د نوموړي په وینا عامه پوهاوی، پر وخت د معلوماتو راټول، په چارو کې همغږي، ګډ کار او پر وخت اجراات هغه څه دي چې په چارو کې د دوه ګونيتوب او بې نظمیو مخه نیسي او باید چې دې برخې ته خاصه پاملرنه وشي.

د یادونې ده چې په وروستیو درېیو میاشتو کې د UNHCR د معلوماتو له مخې لغمان ولایت ته ۲۰۰۱ کورنۍ بېرته راستنې شوي، چې په مجموع کې ۱۰۹۲۱ کسه کېږي، چې ۵۳۰۶ یې ښځینه او پاتې نور یې نارینه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *