د لغمان د مرکز په ګډون په پنځه ګونو ولسوالیو کې رایه اچونه په پنځو بجو پرته له کومې سترې امنیتي ننګونې پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۳ لمریز لیږدیز کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکلو لپاره رایه اچونه چې د سهار په اووه بجو پیل او مازیګر پنځه بجې پای ته ورسیده په زرګونه نارینه او ښځینه وو په کې پرته له کومې ویرې ګډون وکړ.

سره له دې چې د لرې پرتو سیمو په یو نیم ځای کې د مخالفو وسلوالو له لوري ځای ځای راکټي بریدونه هم تر سره شول خو ولې د لغمان ولسونو په پوره میړانې سره بیا هم د خپل راتلونکي لپاره د خپلې خوښې نوماند ته رایه وکاروله.

1د مخالفو وسلوالو له لوري په راتوغول شویو راکټونو کې د الینګار ولسوالۍ په سخرې کلي کې یوه اووه کلنه انجلۍ شهیده او دغه راز د الیشنګ او دولت شاه په ولسوالیو کې د ۹ تنه افغان امنیتي ځواکونو په ګډون په کې دوه میرمنې او یو ماشوم برسیرن ټپي شوي چې دا مهال یې روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د مخالفو وسلوالو په راکټي برید کې د شهیدې شوې انجلۍ کورنۍ ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او دغه راز په ټاکنو کې د افغان امنیتي ځواکونو د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو او د لغمان د ولسونو له پراخ ګډون څخه د ستاینې تر څنګ مننه کوي او د دغې ملي پروسې د بریالي تر سره کیدو له امله د افغانستان ولسمشر، دولت او ټول ملت ته خپله مبارکي وايي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *