تاند- د لغمان ولایت چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې پر یوې پوستې برید کړی چې په نتیجه کې یې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم تېره شپه دوه نیمې بجې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو د الینګار ولسوالۍ د لویې لارې په اوږدو کې د بسرام په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته برید وکړ چې په نتیجه کې یې ګڼ شمېر وسله وال مخالفان ووژل شول.

د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې دقیقاً نه دي ویل شوي چې د دولت څو تنه وسله وال مخالفان ووژل شول خو د سیمه ییزو پولیسو د مرګ ژوبلو په اړه یې ویلي چې ۳ تنه وژل شوي او یو ټپي دی.

وړمه شپه د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستې د دغه ولایت د چارواکو په وینا کورنیو او بهرنیو طالبانو برید کړی و چې په ترڅ کې یې تر ۴۰ زیات وسله وال مخالفان ووژل شول.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې نړیوال ځواکونه وايي چې پرون /دوشنبه/ د افغانستان په ختیځ کې د دوی ۲ سرتېري وژل شوي دي.

ایساف ویلي چې دا دوه سرتېري د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو د برید په نتیجه کې وژل شوي. ایساف د وژل شویو سرتېرو د هویت او ملیت په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *