نن سهار د اووه نیمو بجو په شا وخوا کې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د سپو خیلو په سیمه کې د مهترلام سرخکانو تر منځ د غځیدلې لویې لارې په اوږدو کې د سرک د غاړې یو ماین چې ریموټ کنترول و په یو الټو موټر انفجار کړی چې یو نفر عمرا خان د نائب ځوی په کې شهید شوی او خان ګل د عیسی خان ځوی په کې ټپي دی کوم چې د کابل په لور روان ول.

ټپي کس دا مهال د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ته د درملنې په موخه لیږدول شوی چې روغتیايي حالت یې د اندیښنې وړ دی.

د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي د سولې او وطن د دښمنانو دغه غیر اسلامي او غیر انساني کړنه په کلکه غندي، شهید ته د څښتن تعالی له درباره د فردوس جنت، ټپي ته د ژر تر ژره روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر هیله لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *