نن ۲ بجې او ۴۰ دقیقې د لغمان ولایت په مرکز عصمت څلور لارې کې د ټرافیکو په یو رنجر موټر پسې د مخالفینو له لوري د نښلول شوي مقناطیسي بم د چاودنې له امله ۲۵ تنه ملکي وګړي چې یوه یې مېرمن ده زخمیان شوي دي او د رنجر موټر یوه برخه هم زیانمنه شوې ده.

ټپیان چې زیاتره یې په همدغه سیمه کې د سبزۍ پلورونکي دي دا مهال ټول د لغمان د عامې روغتیا روغتون ته د درملنې په موخه لیږدول شوي چې د دوه کسانو روغتیايي حالت په کې د اندېښنې وړ دی.

د پېښې په تور په سیمه کې یو تن شکمن هم د پولیسو له لوري نیول شوی چې دا مهال ترې پوښتنې ګرویګنې روانې دي.

لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د مخالفو وسلوالو دغه زړه بوږنونکی عمل په کلکه غندي، د ټپیانو د درملنې په موخه یې د عامې روغتیا د روغتون موظفینو ته سپارښتنه کړې چې خپل خدمات نور هم چټک کړي، همدارنګه امنیتي ارګانونو ته یې هدایت کړی چې د دښمنانو د شومو حملو د شنډولو او د لغمان د ولسونو د امنیت د خونديتوب لپاره دې خپلې هلې نورې هم ګړندۍ کړي.

بل لور ته نن د الیشنګ ولسوالۍ په شګۍ سیمه کې یو تن ملي پولیس چې کور ته په لاره و هم د سرک د غاړې د یو ماین په چادونه کې ټپي شوی چې دا مهال تر درملنې لاندې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *