عبدالجبار نعیمي
هغه افراد چې د کډوالو او یا په بل نوم دولتي ځمکې غصبوي له قانوني چال چلند سره به مخ شي.
دا څرګندونې لغمان والي عبدالجبار نعیمي نن ورځ د مرکز اړوند د چهاردهي او کله کوټ سیمو د قومي مخورو او مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې د لیدنې پر مهال وکړې.
پيل کې د یادو سیمو راغلو قومي مخورو او مشرانو په هر اړخیزه برخو کې د ولایتي ادارې د پلانونو څخه د ملاتړ ترڅنګ ژمنه وکړه چې د ملي او ټولګټو پروژو او برنامو په تطبیق کې به د ولایتي ادارې سره په ګډه کار وکړي او په دې برخه کې به د ولس په ملاتړ د ټولو هغو ننګونو مخه ونیسي چې د دغو پروژو او برنامو په عملي کېدو کې را ولاړېږي.
دوی همدا راز ډاډ ورکړ چې د دې ولایت او په ځانګړې توګه د خپلو سیمو دامنیت په تامین کې هم د امنیتي ځواکونو سره هر اړخیزې مرستې او همکارۍ ته چمتو دي او پرې به نږدي چې په سیمو کې يې وسلوال مخالفین عامه نظم ګډوډ او د پرمختیايي پروژو او پلانونو د تطبیق پر وړاندې ستونزې او ننګونې راپورته کړي.
همدارنګه راغلو مشرانو د خپلو اړونده سیمو د ځینو ستونزو د هوارۍ په برخه کې د ولایت مقام د مرستې او همکارۍ پر غوښتنې سربېره په بابا صاحب دښته او د لغمان ولایت په یو شمېر سیمو کې ځینو کسانو ته په اشارې وویل چې د مهاجرینو او دغه راز په یوه او بل نوم غواړي چې دولتي ځمکې غصب او په راتلونکي کې د ولایت د ستراتیژېکو پلانونو او یو شمېر ټولګټو پروژو پر وړاندې خنډونه را ولاړ کړي، چې دا کار یې نه یوازې حکومت بلکې د لغمان ولس ته هم په ضرر دی او موږ به په خپل ټول توان د خپل نظام سره په ګډه د داسې افرادو مخه په کلکه ونیسو.
د دوی د خبرو تر اورېدو وروسته لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو پر مهال له دوی مننه وکړه چې د خپل د نظام او ادارې په کلکه ملاتړي دي او ډاډ یې ورکړ، چې د ولسي هوساینې ، امنیت، انکشاف، ارامې او د لغمان د هر اړخیز پرمختګ لپاره به په خپل ټول قوت خپل پلانونه او برنامې تطبیق کړي او د هغو کسانو پر وړاندې به جدي قانوني ګامونه واخلي چې د کډوالو او یا په بل نوم دولتي ځمکې غصب او یا هم په پلان شویو ساحاتو او ښارګوټو کې غیر پلاني چارې ترسره کوي.
ښاغلي نعیمي ډاډ ورکړ چې د ستونزو د حل په برخه کې به یې قانوني اقدام وکړي.
۲۲ / ۸ / ۱۳۹۵
د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *