تاند- په لغمان ولایت کې د دولت وسله والو مخالفانو د هاوان په ګولۍ ۵ ماشومان ووژل.

د لغمان د والي ویندوی سرحدي ځواک نن /یکشنبه/ وویل، د وژل شویو ماشومانو عمرونه د ۶ او ۱۲ کلونو ترمنځ دي.

سرحدي ځواک همداراز وویل چې دا ګولۍ د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري ویشتل شوې وه.

د ده اشاره وسله والو طالبانو ته وه خو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې یوه ورځ وړاندې په هرات ولایت کې د یوې چاودنې په نتیجه کې ۶ تنه ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.

د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد دا پېښه د ګاز د ډبې یا سلینډر د تصادفي چاودنې له کبله وبلله.

خو داعش یا اسلامي دولت ادعا کړې چې په هرات کې یې ۶ تنه شیعه ګان په چاودنه کې وژلي دي.

One thought on “په لغمان کې د هاوان ګولۍ ۵ ماشومان ووژل”
  1. ای خلکو! ترڅو چی جهاد مقدس ګڼی، غله او قاتل ته مجاهد وایی، همداسی به سټ کیږی، مطمین یم که به کلی کی مو یوازی یوه کس له ۵ وخته لمونځ انکار کړی وی ټول لغمان راپاڅیدلی چی غزا پری وکړی خو بیغیرتو! ۵ بیګناه انسانان یی در قصابی کړل او چوپ یی… تاسو ته مرګ مقدس دی نه ژوند تاسی همداسی مړه ښه یی(:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *