تاند- د لغمان چارواکي وايي چې د ۷ تنو پاکستاني وسله والو مخالفانو مړي یې نن په تورخم کې پاکستانیانو ته وسپارل.

د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، دا اووه تنه پاکستانیان، چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي ول، د سرې میاشتې له لوري په تورخم کې خپلوانو ته وسپارل شول.

عملیات تیره ورځ په درې بجو د دولت شاه ولسوالۍ په بومبي سیمه کې د افغان ملی اردو او پولیسو له لوري پیل شول او درې ساعته یې دوام وکړ. په دې عملیاتو کې د اووه پاکستانیانو په ګډون د افغانستان د دولت ۸ مخالف وسلوال ووژل شول او ۲ تنه ژوندي ونیول شول.

۱ 1د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له عملیاتو وروسته په لومړیو شېبو کې اټکل کېده چې ۶ پاکستانیان وژل شوي خو وروسته څرګنده شوه چې اووه تنه پاکستانیان او یو افغان، چې د دولت شاه ولسوالۍ اوسیدونکی دی، وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې په عملیاتو کې اته کلاشینکوفونه، یو پیکا او یو راکټ انداز هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغليدي.

0 thoughts on “په لغمان کې د وژل شویو پاکستانیانو مړي تورخم ته یووړل شول”
  1. په خدای چی زما رزه خو وایی چی هغه وزل شوی پاکستانی به هم تول پشتانه وی.

ځواب دلته پرېږدئ