خلک باید د ملي احساس له مخې د ښار پاکونې او نظافت ساتلو په برخه کې له روان کمپاین سره د ښار په پاکوالي کې برخه واخلي. عبدالجبار نعیمي
د ښار او د ښار نه بهر د بیلا بیلو برخو د پاکوالي په موخه د ټاکلي کمیسیون اوونیز کمپاین نن د لغمان والي، د ولایت د مرستیال، امنیه قوماندان، مهترلام ښاروال او د ولایت د مختلفو ادارو د چارواکو له لوري پیل شو چې تر یوې اونۍ به دوام ومومي.
د کمپاین په پیل کې لغمان والي عبدالجبار نعیمي په ټولو ښاریانو غږ وکړ چې د ښار پاکوالي او نظافت ساتلو په برخه کې دې د ښاري نظافت له کمیسیون سره د خپل ملي احساس او د خپل روغتیايي چاپیریال د ډاډمنه کیدو په موخه ونډه واخلي او دا کمپاین د ښار په نورو برخو کې هم همداسې جاري وساتي.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه چې دا کمپاین به له یوې اونۍ وروسته هم جریان ولري او دی به خپله په میاشت کې یو ځلې ضرور د دغې کمیسیون له چارو نظارت کوي.
عبدالجبار نعیمي د ښار له ټولو هټیوال وغوښتل تر څو د هټیو په مخ کې پلې لارې د ښاریانو په مخ خلاصې وساتي او په دې برخه کې دې د پلیو کسانو د تګ راتګ پر وړاندې له خنډه ډډه وکړي
د کمپاین تر پرانیستې وروسته لغمان والي عبدالجبار نعیمي د مهترلام ښار له یو شمیر ښاریانو سره هم د هغوی د حال احوال د پوښتولو په موخه لیدنه وکړه.