د لغمان د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه –

د لغمان ولایتي ادارې، د مرکز په ګډون د پینځه ګونو ولسوالیو د مشرانو، ځوانانو او د مدني ټولنو د استازو له لوري په لغمان کې د ( ښکلی ژوند سمسوره مېنه او راځۍ چې د راتلونکو نسلونو لپاره چاپېریال زرغون کړو ) تر سرلیک لاندې د سلګونه زره نیالګیو د کېنولو سرتاسري کمپاین نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایت د مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار، د ولایتي شورا د استازي عتیق الله عبدالرحیمزي، د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي، د ولایت د بېلا بېلو ادارو د مسولینو، مشرانو، ځوانانو، ورزشکارانو او د مدني ټولنو د استازو له لوري د یو یو نیالګي په کېنولو سره رسما پیل شو.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل چې د لغمان د سمسورتیا او ښېرازۍ لپاره ټول ولسونه باید که یو نیالګی د ځان په خاطر کېنوي نو یو بل دې هم د خپلې خاورې د ابادۍ لپاره کېنوي او تر څنګ دې يې په دوامداره توګه پالنه او ساتنه وکړي.

لغمان والي د خپلو خبرو پر مهال وویل د ابادۍ، پرمختګ او سمسورتیا د فکر لارویان همېشه لږ وي، ولې د ورانۍ او ویجاړۍ همفکري خلک ډېر زیات وي، خو زموږ هڅه به دا وي چې د داسې خلکو فکرونه او اذهان هم دې ته جوړ کړو څو زموږ سره د پرمختللي او سمسور لغمان لپاره د همت ملا وتړي او له غلطو لارو را وګرځي.

ښاغلي نعیمي زیاته کړه چې سږ کال هم لکه د تېر په څېر د ولایتي ادارې سره په څنګ کې د ( ښکلی ژوند سمسوره مېنه او راځۍ چې د راتلونکو نسلونو لپاره چاپېریال زرغون کړو ) تر سرلیک لاندې د نیالګیو کېنولو له دغه سرتاسري کمپاین سره بیا هم د ځوانانو او مدني ټولنو استازو خپلې چارې همغږې کړي او غواړي چې دغه کمپاین د خپلې ولایتي ادارې سره یو ځای تر لرې پرتو سیمو هم وغځوي.

لغمان والي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د نیالګیو کېنولو دا سرتاسري کمپاین چې په یاد نوم نومول شوی،  هیله مو هم دا ده چې د هېواد د پرمختګ، ابادۍ او ښېرازۍ په برخه کې نور ټول ولسونو سره لاسونه یو کړي او په ګډه کار وکړي.

د یادونې ده چې سږ کال په ټول لغمان کې شا و خوا ( ۹۰۰ ) زره نیالګي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د شخصي قوریه لرونکو له لوري تولید شوي چې پر لغمان سربېره په شا و خوا ولایتونو کې به د سمسورتیا په موخه وکرل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *