افغانستان-لغمان
نېټه :۳-۲-۱۳۹۵
د لغمان ولایت مقام درسنیو او اړیکو دفتر
په لغمان کې دکابل د وروستي مرګونې برید دقربانیانو روحونوته ددعا او ختم مراسم ترسره شول.
نن دجمعه مبارک په لغمان کې دمېشتې ملي اردو د لومړۍ پلې لوا په مسجد کې دکابل دوروستي خونړي برید دقربانیانو سپېڅلوروحونو ته ددعا او پاک قران د ختم مراسم ترسره شول، په دغو مراسمو کې دلغمان والي عبدالجبار نعیمي ترڅنګ دیادې لوا قوماندان برید جنرال نور الله قادرې،دملي امنیت رئیس، امنیه قوماندان پاسوال مطیع الله صافي ،مخورو قومي مشرانو،دیني علماؤ،ځوانانو،په ګڼ شمېر کې دملي پوځ افسرانو او سربانو برخه لري.
مراسم دسهار په ۹:۰۰ بجو دپاک قران په مبارک ختم سره پيل شول،د مبارک ختم څخه وروسته دکابل د وروستۍ پېښې دقربانیانو روح ته ددعالاسونه لپه او په یو غږ د تروریستانو ټول دبشریت،اسلامیت، انسانیت او افغانیت ضد کړنې چې په پایله کې يې بېګناه هېواد والو ته مرګ ژوبله اوړي او زموږ هېواد دبربادۍ سره مخامخ کوي په سختو ټکو وغندل شوې .
یاده ده دې وي چې دغه خونړی برید د حمل په ۳۱ مه نېټه د کابل په پُل محمود خان سیمه رامنځته شوچې له امله يې شاوخوا ۶۴ تنه شهیدان او ۳۴۷ تنه نورو ټپيان شول،دبرید ډیری قربانیان ملکیان وه چې وروسته دبرید مسؤلیت وسلوالو مخالفینو په غاړه واخیست.
نن دجمعې مبارکې په سهار دهېواد جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني امر کړی چې د وروستۍ خونړۍ پېښې د قربانیانو سپېڅلو روحونو ته ددرناوي په خاطر به دجمعې او شنبې په ورځ دهېواد درې رنګه بېرغه نیمه ځوړوند وي.