د څه دپاسه ۶ میلیونو افغانیو په ارزښت په یو شمیر دولتي تعلیمي موسسو او د عامې روغتیا په روغتون کې په برېښنايي عصري سیسټم جوړې کمپیوټر خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دغه ۱۰۰ پایې کمپیوټرونه چې ۳۰ یې د لغمان پوهنتون، ۲۰ يې د روښان عالي لېسې، ۲۰ یې د مستورې د انجونو د عالي لېسې، ۲۰ یې د قرغیو عالي لېسې او ۱۰ یې د عامې روغتیا روغتون لپاره ځانګړي شوي ول او څه دپاسه ۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی و تیره ورځ ماسپخین د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مرستیال محمد ایمل مرجان، د پوهنې وزارت تدریسي مرستیال ډاکتر محمد همایون جیلاني، د ولایتي ادارې یو شمیر چارواکیو او قومي مشرانو له لوري د یوې غونډې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

دغه کمپیوټرونه چې د ال ان ون په نوم یادېږي په ټولو تدریسي موادو سمبال او دغه تدریسي توکي یې په مخ پاڼه( سکرین ) کې شتون لري چې د انټرنیټ له لارې د افغانستان او نړۍ د نورو ښوونځیو او کتابخانو سره د وصلیدو قابلیت لري چې زده کوونکي به وکولی شي په اسانۍ سره له دې لارې نوي معلومات تر لاسه کړي.

دغه کمپیوټرونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په مرسته چمتو شوي ول چې د یو تړون له مخې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته په وړیا توګه په واک کې ورکړل شول

لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي په خپلو خبرو کې د اسلام له پلوه د زده کړو او نوې ټکنالوجۍ په ګټو او ارزښت رڼا واچوله او د نړیوالتوب په دې حساسه دوره کې یې د ټکنالوجۍ د زده کړو لپاره د یاد وزارت دغه ګام اغیزمن په ګوته کړ او زیاته یې کړه چې د نوي نسل د ښې او باکیفیته پوهونې لپاره داسې نورو پروګرامونو ته په خپله کاري اجندا کې لومړیتوب ورکړي.

بیا د یادو وزارتونو مرستیالانو په خپلو اړونده برخو کې د همکارئ او لا نورو پروګرامونو د پلي کیدو په برخه کې د ولایت مقام ته ډاډ ورکړ.

د یادونې ده چې تر کابل وروسته لغمان لومړنۍ ولایت دی چې په دا رنګه کمپیوټرې او انټرنیټي عصري وسایلو سمبال کمپیوټر خونې په کې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *