افغانستان-لغمان

ولايت مقام-مطبوعاتي دفتر

نيټه:٢٠-٧-١٣٩٤

په لغمان ولايت کې په تيره اونۍ کې د ميشتو مړنيو امنيتي،کشفي او نظامي ځواکونو د عملياتو پرمهال د ولس او خاورې ١٥تنه دښمنان وژل شوي او ١٣تنه زخميان شوي دي، چې په دې کسانو کې د صفي الله په نوم دښمنانو د ماينونو د جوړولو يو متخصص هم وژل شوى او د قاري مبارز په نوم يو کليدي قوماندان سخت زخم شوى دى همداشان په دغه اونۍ کې هغه شبکې هم نيول شوې چې له دښمنانو سره يې مالي مرستې کولې.

دغه څرګندونې د ولايت په امنيتي غونډه کې چې د لغمان والي عبدالجبارنعيمي تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه په ډاګه شوې،دغونډې په پيل کې د لومړۍ پلې لوا قوماندان بريدجنرال نورالله قادري،امنيه قوماندان مل پاسوال محمد دواد امين،د ملي امنيت رئيس بريدجنرال فضل الرحمن سالارزى،د ګډې همغږۍ د مرکز مرستيال بريدجنرال احمد فريد دبير په خپل وار سره ددغه ولايت د عمومي وضعيت،امنيتي حالت،لاسته راوړنو او ترسره شويو امنيتي حرکاتو په اړه لغمان والي ته بشپړ معلومات وړاندې کړل، دوى د خپلو خبرو پرمهال وويل چې د بيلابيلو تکتيکي عملياتو پرمهال يې په دغه ولايت کې د ولس او خاورې زيات دښمنان وژلي او ورپسې يې تعقيبي عمليات پيل کړي دي.

دوى داهم وويل چې دمرکز او ولسواليو په کچه يې د ټولو امنيتي،کشفي او نظامي ځواکونو هراړخيزه تلاشونه پيل کړي او په ګډې همغږۍ سره يې داسې عمليات پلان کړي چې په پلي کيدو سره به يې ګڼ شمير د ولس او خاورې دښمنان ګرفتار شي.

د امنيتي ارګانونو مسوولينو ټولو ولسونو ته ډاډ ور کړ چې په لغمان کې ميشت ټول امنيتي،کشفي او نظامي ارګانونه په ډير شجاعت،ميړانې او اتلولۍ سره د امنيت د تامين لپاره کار کوي او ټولې سيمې يې تر ټينګ امنيتي او کشفي پوښښ لاندې نيولې دي.

لغمان والي عبدالجبارنعيمي ددغه ولايت په ګوټ ګوټ کې د ميشتو امنيتي،کشفي او نظامي ځواکونو د مقدس خدمت او قربانۍ ستاينه وکړه او په دې تړاو يې وويل چې ټول هغه افسران او سربازان به مجازات کړي چې د ولس د سر او مال د دفاع او ساتنې په سنګرونو کې ښې لاسته راوړنې لري.

لغمان والي وويل چې اوس مهال په لغمان ولايت کې د ولسونو همکاري له امنيتي ځواکونو سره زياته شوې او په دې وروستيو کې چې کومې لاسته راوړنې ترلاسه شوې اساسي لامل يې ولسي همکاري او ګډه همغږي ده.

په جوړه شوې امنيتي غونډه کې لغمان والي دا هم وويل چې مرکزي حکومت د لغمان ولايت امنيت ته خپله توجه زياته کړې او ډير ژر به په دې برخه کې يو شمير غوښتنو ته رسيدګي وشي.

لغمان والي د امنيتي،نظامي او کشفي ارګانونو ټولو مسوولينو ته هدايت وکړ چې شپه او ورځ د لغمان د امنيت لپاره يوه کړي د ولسي همکارۍ په اساس ټولې سيمې د ويجاړونکو دښمنانو له شتون پاکې کړي، نوموړي دا هدايت هم ورکړ چې د امنيتي،کشفي او نظامي ځواکونو اعاشې او اباطې په برخه کې دې نوره هم خپله توجه زياته کړي.

په جوړه شوې امنيتي غونډه کې ټولو امنيتي،کشفي او نظامي ارګانونو ته دا دنده هم وسپارل شوه چې د نيشه يي توکو د کښت،توليد او قاچاق پرضد جدي مبارزه وکړي او چاته اجازه ورنه کړي چې په دغه ولايت کې نيشه يي توکي وکري. همداشان له ولسونو وغوښتل شول چې د نيشه يي توکو پرضد مبارزه کې له محلي حکومت سره ټينګه همکاري وکړي ترڅو لغمان ولايت ته د مرستندويه ټولنو توجه زياته او دغه ولايت خپله امتيازي بودجه په لاس راوړي.

په دغه امنيتي غونډه کې د لغمان ولايت په يو شمير سيمو کې د امنيتي عملياتو د پيل کيدو،په ستراتيژيکو ساحاتو کې د امنيتي ځواکونو ځاى پر ځاى کولو، د کوکنارو د کښت د مخنيوي او عمومي امنيتي حالت د هراړخيزه بررسۍ په اړه لازمې پريکړې په تصويب ورسيدې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *