د سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستو په لړ کې نن د مرکز په ګډون د قرغیو او الینګار ولسوالیو په ۲۹۷ کورنیو د اضطرار کمیټې له لوري مرستې وویشل شوې.

د غذايي او غیر غذايي توکو ۱۶ قلمه مرستې چې د اسلامیک ریلیف مؤسسې له خوا چمتو شوې وې، د ولایت د مرستیال، په افغانستان کې د یادې مؤسسې د عمومي رئیس ډاکتر محمد سید علوم او د اضطرار کمیټې تر نظر لاندې په مرکز مهترلام کې په ۹۴ او په قرغیو ولسوالۍ کې په ۸۳ هغو کورنیو وویشل شوې د کومو چې سروې له وړاندې تر سره شوې وه.

بل لور ته د الینګار ولسوالۍ په ۱۲۰ زیانمنو شویو کورنیو د یونیسف ادارې له خوا لس قلمه غیر غذايي توکو برابره شوې مرسته د لغمان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري وویشل شوه.

د یادونې ده چې د تیرې اونۍ د زیاتو اورښتونو، سیلابونو او د دولت شاه ولسوالۍ د فرشغان په سیمه کې د واورې له امله د کرنیزو ځمکو او نورو مالي او ځاني اوښتو زیانونو تر څنګ په زیات شمیر کورنۍ هم زیانمنې شوې وې چې لا یې هم سروې روانه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *