د ماین په دوو جلا چاودنو کې د مخالفینو د یو تن قوماندان په ګډون دوو تنو وسلوالو او یو تن ملکي ته مرګ ژوبله اوښتې.

تیره شپه د ۹ بجو په شا و خوا کې د الینګار ولسوالۍ اړوند د شورابې په سیمه کې دوتنه مخالف وسلوال چې ماین یې ځای پر ځای کولو، خپل ماین ور باندې انفجار کړی چې له امله یې د جمشید په نوم د وسلوالو مخالفینو یو تن قوماندان وژل شوی او یو تن بل چې هویت یې نه دی څرګند په دغه چاودنه کې زخمي شوی دی.

جمشید په یاده سیمه کې د وسلوالو مخالینو له ډلې یو له مشهورو ماین جوړونکو څخه و چې په ډېری تروریستي فعالیتونو کې یې لاس درلود.

بل لور ته نن سهار د ۶ نیمو بجو په شا و خوا کې په بادپښ ولسوالۍ کې یو تن ملکي کس چې کلینیک ته په لاره و د سرک د غاړې ماین ور باندې چاودلې چې له امله یې دواړه پښې پرې شوي او اوسمهال تر درملنې لاندې دی.

همدارنګه نن سهار په اووه نیمو بجو د الینګار ولسوالۍ په پړوايي سیمه کې یو تن ملي پولیس د سرک د غاړې ماین په انفجار کې برسیرن ټپي شوی دی چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *