د ملي امنیت ځواکونو د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۵۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي مواد د یو تن لیږدونکي سره یو ځای ونیول شول.

تیره ورځ ماسپخین مهال د لغمان ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د لغمان د ملي امنیت د منسوبینو له لوري د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۵۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي چې په یو زرنج ریکشا کې انتقالیدل، د یو تن لیږدونکي سره یو ځای ونیول شول.

دغه مواد چې د ماینونو په جوړولو او نورو چادوېدونکو وسایلو کې ترې کار اخیستل کیږي، د الینګار ولسوالۍ اړوند په سنګره دره کې د مخالفو وسلوالو پټنځایونو ته لیږدول کیدل چې د ملي امنیت د منسوبینو له لوري پر وخت ونیول شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *