محب الله طارق
په لغمان کې نوي رامنځته شوي مدني او ټولنيز خوځښت «فکري مزل» په فعاليتونو پيل وکړ. په هغه پراخه ناسته کې چې نن پنجشنبه د کب د میاشتې شپاړلسمه نېټه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ناستو په تالار کې رابلل شوې وه، د لغمان والي محمد آصف ننګ، د ولايت مقام مطبوعاتي ټيم، د ولايت د بېلابېلو ادارو رئيسانو، مهترلام ښاروال، د راډيو ټلويزيون امر، ځوانانو، ژورنالستانو، د مدني ټولنو استازو، فرهنګيانو او د لغمان پوهنتون زده کړيالانو پکې ګډون کړی و، فکري مزل ټولنه پرانستل شوه او خپل شتون يې په رسمي ډول څرګند کړ.
غونډه د مبارک کتاب قرانکريم د څو ایاتونو په قرائت سره پيل شوه؛ د ملي سرود تر اورولو وروسته د لغمان پوهنتون استاد او د يادې ټولنې مشر پوهنيار عمران الله خنجر پرانستونکې وینا وکړه؛ د فکري مزل افکار٬ اهداف او تګلاره يې روښانه کړل. ده وويل: مونږ تعهد کوو چې د مدنيت زيانمن شوی نوم به رغوو، د فکر مارغه به د محدوديت له قفس نه ازادوو او په ځوانانو او د خپلې ټولنې په ټولو قشرونو کې به د تحرک او تفکر رامنځته کولو په پار مبارزه کوو. استاد خنجر زياته کړه چې په لغمان کې ګڼ شمېر نور مدني جريانونه هم موجود دي؛ مونږ خپل نوی حرکت ددوی په خلاف نه، بلکې له دوی سره د فکري تفاوتونو په اساس پيل کړی دی. زمونږ د ادرس کړنې به هېڅکله هم د شخصي ګټو او يا شخصي خصومت په محور ونه څرخي او نه به له چا سره په غير مشروع رقابت کې واقع شي. خنجر مدني حرکتونه د عصر اساسي تقاضا وبلله او خوښي يې ښکاره کړه چې افغانان اوس د ټوپک په ځای مدني سيالۍ او رقابتونه کوي؛ بيا يې د خپلې ټولنې په استازيتوب د غونډې ګډونوالو ته خپل تعهد څرګند کړ چې، ملي ګټې يې سرې کرښې دي او د ولس د غږ پورته کول يې ارمان دی او په هېڅ صورت به خپلو موخو ته له رسېدو په شا نشي. ورپسې د لغمان والي محمد آصف ننګ وينا وکړه؛ فکري مزل ته يې د مبارکۍ ويلو ترڅنګ د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. ننګ وويل: اداره يې د بيان د ازادۍ ټولو اصولو ته ژمنه او د هر راز مشروع مدني حرکتونو ملاتړ ده. ننګ زياته کړه چې لغمان د مدنيت او پوهې کور دی او دی يقين لري چې د لغمان ځوانان به د خپل ولايت ياد برم ژوندی ساتي. بيا د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس فیضان الله پټان خبرې وکړې؛ دی چې د لغمان له ځوانانو او مدني نهادونو سره له پخوا نه بلدتيا لري، د فکري مزل غړي يې له وړتيا، شخصيت او تعهد له مخې د اعتبار وړ اشخاص وبلل او ويې ويل باوري دی چې د دوی په شتون کې به فکري مزل اوږد عمر ولري او ورسره به ددغه ولايت مدني فعاليتونه رُشد او نمو وکړي. ښاغلي پټان وويل د فکري مزل په بقا ځکه ډاډمن دی چې ددې مزل بنياد د مادي او زماني تقاضاوو په اساس ندی ايښودل شوی، بلکې د معنوي ضرورياتو په اساس بنا شوی دی. ورپسې د فکري مزل د کاري برنامو سره په مطابقت او د افغاني ټولنې له ترخو واقعیتونو په انعکاس يوه جالبه او اغېزناکه تمثيلي ټوټه وړاندې شوه چې د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېده . بيا په ترتيب سره د فکري مزل د مشرتابه ټيم غړي حاجي بشير احمد سايل، د ويښتابه فرهنګي ټولنې مشر محمد حسين مياخيل او نورو ګډونوالو ويناوې واورولې او د مدني فعاليتونو په منفعت او اهميت يې هراړخيزې خبرې وکړې. د ويناوو له برخې وروسته د غونډې دويمه برخه چې د لغمان د څو تنو با احساسه مشرانو او پانګه والو له لوري د شپږو تنو بېوزلو يتيمانو کفالت منل او هغوی ته د نقدي مرستو رسول و، چې د ټولنې د غړو او څو تنو نورو ګډونوالو په لاسونو ورته اهدا شول.
يتيمان زمونږ د دردېدلې ټولنې تر ټولو محروم او د لاسنیوي لومړی درجه مستحق قشر دی چې د ټولنې په شتمنو او غني اشخاصو يې پالنه لازمي ده. فکري مزل د مدني فعاليتونو ترڅنګ د ټولنې لدې پاړکي سره تر خپلې وسې پورې مرسته کول پخپلو کاري اجزاوو کې ځای کړي او دې چارې ته ديوې خاصې ډلګۍ په ټاکلو سره نور هم وسعت ورکوي. غونډه د نظرمحمد افغان په اختتاميې ويلو سره پای ته ورسېده.