د لغمان د ملي امنیت ځواکونو د یو ځانګړي کمین په ترڅ کې د مخالفو وسلوالو د یو مشهور قوماندان صبور د ډلې دوه تنه غړي وژل شوي او دوه تنه یې په زخمي حالت کې سیند وړي دي.
د لغمان د ملي امنیت د چټک غبرګون د ځانګړې قطعې په یو کمین کې چې تېره شپه د د یوې نیمې بجې په شا و خوا کې یې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل جلال اباد په لویه لاره د شهیدانو پل په ساحه کې تر سره کړی د مخالفو وسلوالو د یو مشهور قوماندان صبور د یو لس کسیز ګروپ دوه تنه غړي هر یو سرور ولد عالم شېر چې په لوګري مشهور دی او الله ګل په کې وژل شوي دي او دوه تنه نور یې په زخمي حالت کې سیند وړي چې تر دې دمه یې جسدونه نه دي موندل شوي.
پیښه هغه مهال رامنځته شوې چې له یادې سیمې د مخالفینو یو یوولس کسیز ګروپ د تېرېدو په حال کې و چې د ملي امنیت د چټک غبرګون د ځانګړې قطعې له لوري ورته له وړاندې د یو راپور پر اساس کمین نیول شوی و، چې د دواړو لورو تر منځ د نښتې په ترڅ کې د مخالفینو یو تن ووژل شوی، دوه تنه یې په زخمي حالت کې سیند وړي او پاتې نور یې لادرکه دي، د نښتې پر مهال افغان ملي اردو او پولیس هم د مرستې لپاره سیمې ته ورغلي دي.
د وژل شوي کس سره څلور کیلو ګرامه پوتاشیم کلوراید، ۱۲ عدده د ریموټ کنټرول تختونه، ۳ عدده ریموټ کنټرول، لس متره ثانیه سوز فلیته، څلور متره چاودېدونکې فلیته، یوه پایه مخابره او لس متره د ارتباط لاین هم موجود ول چې د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یاد قوماندان دغه ترهګره ډله چې په یاده سیمه کې د ماینونو په ځای پر ځای کولو او نورو تروریستي کړنو لاس کې لري د افغان امنیتي ځواکونو له خوا تر څار لاندې ده.
د یادونې ده چې په دغه نښته کې افغان امنیتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.